د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

ولسي جرګې هېواد کې د روان کړکېچ هواري لپاره د ملي اجماع غوښتنه وکړه


د افغانستان ولسي جرګه وايي، په هېواد کې د بحران د پای ته رسولو لپاره اړتیا ده چې ملي اجماع جوړه شي.

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې خونړۍ چاودنه او د جمعې د ورځې مظاهره، د ولسي جرګې د شنبې د ورځې د عمومي ناستې اساسي موضوع وه.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د جرګې په دغې ځانګړې ناسته کې، د هېواد د بحران د پای ته رسېدو لپاره،د خلکو ترمنځ یووالی وغوښت.

ښاغلي ابراهیمي د جرګې د غړو اندېښنو ته په کتو سره وویل، د بحران د مدیریت لپاره باید، ژر تر ژره ملي اجماع جوړه شي.

عبدالروف ابراهیمي.
عبدالروف ابراهیمي.

نوموړي زیاته کړه:

" د دغه بحران د مدیریت لپاره یوه ملي اجماع، د دولتي بنسټونو، د افغانستان د ملي شورا، قضائیه او اجرائیه قوې او همدارنګه د ګوندونو د مشرانو او سیاسي څېرو په ګډون، جوړه شي، د بحران د مدیریت لپاره غونډې جوړې او یوه کړنلاره رامنځته شي چې په راتلونکې کې، د دغه شان وضعیت شاهدان نه اوسو."

ښاغلي ابراهیمي وویل، ډېری سیمې د د ښمن په ولکه دي او د ده په خبره، حکومت د ښارونو په مرکزونو کې په دفاعي حالت کې دی.

ده د چهارشنبې د ورځې برید د خدای او پیغمبر پر وړاندې برید و باله او د جمعې د ورځې پر مظاهره کوونکو یې د پولیسو ‌ډزې وغندلې.

د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په زنبق څلورلاري کې د موټر بمب برید وشو چې د مسؤلینو په خبره، شااوخوا نوي کسان پکې ووژل شول او څلورسوه نور په کې ټپیان شول.

د دغه برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې په خبرولو سره وویل چې دغه برید د حقاني شبکې لخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې ای، ایس، ای، په مرسته پلان شوی و.

د جمعې په ورځ په سلګونو کسانو، په کابل ښار کې د دغې برید په تړاو مظاهره وکړه او د حکومت د مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو لېرې کېدل یې غوښتل خو، دا مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او د یوشمېر مظاهره کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوه.

د ولسي جرګې غړیو د شنبې په ورځ، د دغو پېښو او هغه کسانو په اړه چې د جمعې د ورځې په مظاهره کې يې، د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخیستې، د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان وویل، د افغانستان جګړه بهرني لاملونه لري او په افغانانو تپل شوې ده.

عبدالجبار قهرمان.
عبدالجبار قهرمان.

نوموړي زیاته کړه:

"دا جنګ ډېرې ژورې ریښې لري، زموږ د امنیتي ځواکونو له توان څخه وتلی دی، موږ په ملي شوراکې د خلکو د استازیو په توګه، دغه موضوع باید د جنګ له خاوندانو سره مطرح کړو، جنګ زموږ نه بلکې له بهر څخه پر موږ تپل شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې د ورځې له برید وروسته، د افغانستان ولسمشر هم، د ملي اجماع په نامه د اضطراري ناستې غوښتونکی شو.

ولسمشر په خپلې وینا کې چې د ملي تلوېزیون لخوا خپره شوه، خلک ملي یووالي ته راوبلل.

همدارنګه ولسمشرۍ ماڼۍ په تازه اعلامیه کې لوېې څارنوالۍ ته سپارښتنه کړې چې د جمعې د ورځې د مظاهرې په اړه چې په تاوتریخوالي واوښته، څېړنې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق هم د هېواد وضعیت بحراني ګڼي او د شته ستونزو د حل لپاره د ملي اجماع جوړول غوره بولي:

"د ولسي جرګې نننی پیشنهاد پرځای دی، ځکه د افغانستان اوسني حکومت د هېواد پرسیمو حاکمیت نه لري، د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو اعتماد ېې له لاسه ورکړی دی اوس اړتیا ده چې د یوسترې اجماع له لارې دې حکومت ته اعتماد ورکړل شي."

ښاغلی شفیق ټینګار کوي چې په دغه اجماع کې باید د ټولو سیاسي ګوندونو استازي او د خلکو او قومونو بنسټونه برخه ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG