د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د کابل اعتراض کوونکي: د ملي یووالي حکومت مشران باید استعفاوې وکړي


یو شمېر ښاریانو چې د کابل ښار د ایمرجنسي روغتون مخې ته د تحصن خیمه وهلې ده وايي، تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دوی ټینګار کوي چي د ملي یووالي حکومت مشران باید استعفاوې وکړي او همدا راز د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد د محاکمې غوښتنه یې هم کوله.

د اعتراض کوونکو یوه تنظیموونکي محمد اصف اشنا همدا راز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه کسانو د مجازات غوښتنه هم وکړه چې تېره ورځ یې پر مظاهره کوونکو ډزې کړې وې.

نوموړي وویل:

"د ملي یووالي د حکومت له‎مشرانو اشرف غني او عبدالله او عبدالله څخه غواړو چې د بې کفایتۍ او د امنیت په تأمین کې د پاتې راتللو له کبله دې ژر تر ژره استعفاوې وکړي."

د ولسي جرګې غړي عبدالطیف پدرام ، نیلوفر ابراهیمي او عبدالروف انعامي هم له اعتراض کوونکو سره یوځای شول.

د اعتراض کوونکو له ډلې یو تن حاجي جاوید د خپلو اعتراضونو په اړه داسې وویل:

"د حقاني زوی چې افغانان وژلي نه اعدامېږي خو د وطن بچي چې د عدالت غوښتنې لپاره راوځي په ډزو وېشتل کېږي."

کابل کې مظاهره دوهمې ورځې ته وغځېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ سلګونو کسانو د عدالت غوښتنې او د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې په کابل کې مظاهره وکړه.

خو وروسته مظاهره په تاویرخوالي واوښته چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه مظاهره کې څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د مظاهرې ځینې تنظیم کوونکي وايي چې د جمعې په ورځ ډزې د ولسمشر ساتونکو او د کابل ګارنیزون کړي دي.

خو د کابل د ګارنیزون مشر ګل نبي احمدزي تېره شپه په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې يو شمېر مظاهره‎چیانو له ځانو سره وسلې لرلې او د امنیتي ځواکونو لورته ډزې هم شوي چې يو شمېر امنیتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي.

اخوا د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال وايي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې دنده سپارلې چې څو د مظاهرې پرمهال چې کومو کسانو له قانونه سرغړونه کړې ترې څېړنې وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

نوموړی وايي:

"هر هغه چا چې د لاریون پرمهال له قانونه سرغړونه کړې، د عدلي او قضايي ارګانونو له‎خوا به ترې څېړنې وشي. "

يو شمېر مدني فعالانو چې د جمعې ورځې د لاریون د يوې برخې مشري يې کوله ویلي چې يو شمېر سیاسي څېرو لکه د ملي کنګرې د ګوند مشر عبدالطیف پدرام او د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود هڅه وکړه چې له دغه لاریونه سیاسي ګټه پورته کړي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG