د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

د کابل ختیځ زون مېشت ولسونو له ملي وحدت حکومته ملاتړ اعلان کړ


په کابل کې د ملي وحدت حکومت پرضد وروستې مظاهرې د یوشمېرکابل ښاریانو له تُندو غبرګونونه سره مخامخ شوې.

د کابل د ختیځ زون مېشتو ولسونو د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشري له ملي وحدت حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د خیتځو ولایتونو د ټولنیزې شورا رئیس عبدالخالق حسیني پشه‎يي چې د دغې غونډې ویناوال و، وویل دوی له حکومته د ملاتړ ترڅنګ هغه شعارونه چې له مخې د ملي امنیت د سلاکار د ګوښه کېدو غوښتنه شوې محکوموي.

نوموړی وايي:

"موږ له ملي وحدت حکومته چې د افغانستان د خلکو یو منتخب حکومت دی او د خلکو د رأیو په اساس جوړ شوی او همدا شان له حنیف اتمره د دې افغانستان یو وفادار بچی دی ملاتړ کوو، هغه خلک چې تخریبول کوي موږ هغه په شدت غندو او موږ د حنیف اتمر تر شاه ولاړ یو."

د احمد شاه بابا د ځوانانو شورا مرستیال غلام احمد سهاک چې د غونډې یو بل ګډونوال و، د ملي وحدت حکومت پرضد یې وروستۍ مظاهرې محکومې کړې او زیاته یې کړه چې د دغو مظاهرو تر شا د بهرنیو کړیو لاسونه او دسیسي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر کابل ښاریانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه.

په یاده مظاهره کې یو شمېرکسانو ته مرګ ژوبله واوښته او وروسته مظاهره چیانو د ښار په یو شمېر سیمو کې د تحصن خیمې ووهلې او ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله یې په ناتوانۍ تورن کړل.

له مظاهره چیانو سربېره د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني له مظاهرې څو ورځې وروسته په یوه خبري غونډه کې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

حکومت د جمعیت ګوند د سرپرست غوښتنه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې له څېړنو وړاندې په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.

دا چې اعتراض کوونکي له یوه اوونۍ زیات د تحصن په خیمو کې ناست دي د افغانستان د مبارزو ښځو انسجام بنست په یوه خبري غونډه کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وغندلې د تحصن د خیمو درول یې سمتي او قومي وبللې.

د دغه بنسټ غړې ویدا ساغر وايي:

"دا خیمې د خلکو خیمې نه‎دي دوی اخاذي دي، دوی ملي هدف نه تعقیبوي، بلکې قومي هدفونه تعقیبوي."

د اعتراض کوونکو ویاند فهیم فطرت چې د تحصن خیمې رهبري کوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی حرکت یو ولسي حرکت دی او هېڅ سیاسي ډلې او شخص پورې اړه نه‎لري.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دوی به د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنو ته رسیده ګي وکړ.

د ارګ د چهارشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي په هغه صورت کې چې روان وضعیت دوام وکړي، نو دولت د ښاریانو د حقونو د ملاتړ، د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ساتنې لپاره به د اعتصابونو او ټولنیز قانون په اساس د اعتراض کوونکو پر ضد قانوني اقدامات وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG