د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

والسټريټ ژورنال: تېره اوونۍ يوه له خونړيو اوونيو وه


والسټريټ ژورنال:

والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان پر وروستيو تحولاتو او پېښو ليکنه کړې ده.

د ليکنې په پيل کې پر هغو مشکوکو کسانو تمرکز شوى چې په کابل کې د شنبې ورځې د درېيو ځان وژونکو حملو په تړاو د يکشنبې په ورځ نيول شوي دي.

دا حملې د مشرانو د جرګې د مرستيال محمد علم ايزديار د زوى د جنازې پر مراسمو وشوې.

د جنازې پر مراسمو د حملې په تړاو ١٣ کسان چې يو په کې ځان وژونکى بريدکوونکى هم و، نيول شوي دي.

ورځپاڼې په کابل کې تېره اوونۍ په تېرو څو کلونو کې يوه له خونړيو اوونيو بللې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه، په وروستيو تاوتريخوالو کې تر ٦٠٠ د زياتو کسانو وژل کېدو يا هم ټپي کېدو ولسمشر محمد اشرف غني اړ کړ، چې په يوه ټلويزيوني وينا کې د خلکو د يووالي غوښتنه وکړي.

د والسټريټ ژورنال په ليکنه، په کابل کې د امريکا سفارت او د ملګرو ملتونو دفتر په جلا- جلا اعلاميو کې له خلکو د کرارۍ غوښتنه وکړه.

تېره چهارشنبه په کابل کې تر ټانکر بم حملې وروسته د متحده عرب اماراتو، بريتانيا او نورو سفارتونو له افغانستانه خپل کارکوونکي ايستلي دي.

د ټانکر بم حملې په نتيجه کې د ورځپاڼې په حواله ٩٠ کسان وژل شوي او تر ٤٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي، د چهارشنبې د حملې ويجاړيو نړيواله ډيپلوماسي هم اغېزمنه کړې او دا لا څرګنده ده د افغان حکومت په کوربه توب نن په کابل کې د کابل د پروسې په نامه کنفرانس له پلان سم وشي که نه؟

د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په ليکنه کې د مشرانو جرګې د مرستيال محمد علم ايزديار د زوى د جنازې مراسمو ته هم اشاره شوې چې د چارواکو په وينا پر جنازې حمله کوونکي د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه کې روزل شوي وو.

ليکوال زياتوي، يو له هغو کسانو چې د کابل د وروستيو حملو په تړاو پر حکومت په غوسه دى، د بلخ والي عطا محمد نور دى چې د يکشنبې په ورځ يې ويلي، جمعيت اسلامي ګوند چې دى يې خپله هم مخکښ غړى دى، د دغو حملو په تړاو له ولسمشر سره له کتنې ډډه کړې ده.

په همدې حال کې د جمهوري رياست وياند نجيب ازاد ازادۍ راډيو ته ويلي، د تحصن برخوال او اعتراض کوونکي تر اوسه نه دي توانېدلي، له حکومت سره د مذاکرو لپاره پر کوم استازي سلا شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په خپله تازه ګڼه کې په کابل کې پر وروستيو حملو او تر هغو وروسته پر ولاړ شوي کړکېچ ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې هغې مظاهرې ته اشاره شوې، چې د يکشنبې په ورځ هم د چهارشنبې ورځې د ټانکربم حملې په ساحه کې روانه وه. برخوالو د امن د ټينګولو او د حکومتي مشرانو د ليرې کېدو غوښتنه درلوده.

د ورځپاڼې په حواله شا و خوا ٥٠٠ نورو کسانو په هرات ولايت کې مظاهره وکړه.

په ليکنه کې د سياسي تحليلګر جاويد کوهستاني، چې دى هم د مظاهره چيانو له جملې دى، وينا رااخيستل شوې، چې ويلي يې دي، د امن ټينګښت د حکومت دنده ده، هېڅوک د مظاهرو مخه نه شي نيولاى.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني وينا ته هم اشاره کړې، چې د شنبې په ورځ يې په کې ويلي، په وروستيو حملو کې وحشي تروريستانو لاس درلود.

ولسمشر وويل دغه وسلوال هڅه کوي په تاوتريخوالي سره په افغانانو کې بېباوري ايجاد کړي.

XS
SM
MD
LG