امنیتي وضعیت له کبله د اندېښنو دوام؛ روسیه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

ارشیف: د مسکو فارمټ د یوې مخکېنۍ غونډې انځور چې د طالبانو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کې ګډون کړی و.

سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي.

په دې غونډه کې به لږ تر لږه د شاوخوا لسو هېوادونو استازي برخه واخلي.

د روسیې په ګډون د مسکو د فارمټ یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیت ته اندېښمن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخروا وایي چې د اکټوبر په څلورمه به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه جوړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخروا

د مسکو فارمټ د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر کې پیل شو چې په‌کې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه شول او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

پروسږ کال پنځه نور هېوادونه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان دې فارمټ ته ورزیات شول.

د سیاسي چارو کتونکی شاه محمود میاخېل په دې باور دی چې د سیمې هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښنه لري، ځکه دا ډول غونډې جوړوي.

میاخېل وویل: که داعش دي، یا د شرقي ترکستان اسلامي ډلې دي، دې ټولو له طالبانو سره دلته یوځای فعالیت لرلی دی، نو هېوادونه دا اندېښنه لري، ځکه دلته د افغانستان له قضیې سره دلچسپي پيدا شوې ده.

میاخېل وايي: "د منطقې او سیمې هېوادونه له افغانانو څخه وېره لري چې دا کوم حالت چې په افغانستان کې دی دا د منلو نه دی، دلته افراطیت ورځ تر بلې زیاتېږي او طبیعي خبره ده چې د افراطیت له ډېرېدو سره دلته که افراطي ډلې د مرکزي اسیا دي، که داعش دي، یا د شرقي ترکستان اسلامي ډلې دي، دې ټولو له طالبانو سره دلته یوځای فعالیت لرلی دی، نو هېوادونه دا اندېښنه لري، ځکه دلته د افغانستان له قضیې سره دلچسپي پيدا شوې ده."

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه پروسږ کال په همدې ورځو شپو کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه، د غړیو هېوادونو ترڅنګ د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې استازیو هم د تېر کال په غونډه کې د مېلمنو په توګه برخه اخیستې وه.

د تېر کال په ناسته کې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه ښکاره کړې وه.

په دې چوکاټ کې د ۲۰۲۲م او ۲۰۲۱م کالونو په غونډو کې هم په افغانستان کې د ترهګرو هلو ځلو ته اندېښنه ښکاره شوې وه او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې وه.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د مسکو فارمټ په دوهمه غونډه کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، خو پروسږ کال هم د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کازان غونډې ته بلل شوی و.

سږ کال د روسیې د تاس اژانس د خبر له مخې، د مسکو فارمټ د غونډې ترڅنګ به د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره دوه په دوه هم خبرې وکړي.