د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غونډه؛ د دې هېواد بشري وضعیت ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وشوه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

دې غونډې ته به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلېږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کړي.

په دغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له‌خوا په هرو درې میاشتو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د دې سازمان عمومي اسامبلې ته چمتو کېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د فعالیتونو، په دې هېواد کې د سیاسي، بشري وضعیت او د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو او ستونزو یادونه شوې او د مخکېني د جون میاشتې د دیارلسمې له راپور وروسته په دې برخو کې د هڅو ارزونه شوې ده.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د ملګرو ملتونو په ریلییف ویبپاڼه کې پرون سې شنبې خپور شوی، ویل شوي چې د هغو کورنیو اختلافاتو په اړه راپورونو ته په پام د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خلکو د یووالي او اطاعت په اړه د غوښتنو پیغامونه زیات کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

په راپور کې د امنیتي وضعیت په اړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د ځینو نورو کوچینو ډلو د بریدونو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو په ترڅ کې د دوی د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوي قانون ته اشاره شوې او ویل شوي چې دغه قانون ښځې لا له نویو محدودیتونو سره مخ کړې دي.

په ‌دغه نوي قانون کې چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه اعلان شو، د نورو محدودیتونو ترڅنګ ویل شوي چې ښځې باید په عام محضر کې له سر تر پښو ځان پټ کړي او د دوی غږ یې هم عورت بللی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نننۍ غونډې په درشل کې پرون سې شنبې د اروپا د پارلمان په یوه فرعي کمېټه کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د پرځېدلې پخواني حکومت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، ګډونوالو ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان روان وضعیت په ځانګړې توګه په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

بارکزۍ وویل: "افغانستان باید د جیوپولیتیکې جګړې ډګر نه‌شي، افغانستان باید د غونډو آزادي ولري، افغانستان باید د ټولو لپاره عدالت تامین کړي، د هزاره‌ګانو ډله‌ییزه وژنه باید پای ته ورسېږي، باید جنسیتي اپارټایډ ودرول شي او پر وړاندې یې ټول یو موټی شي، باید د افغانستان د خلکو په خوا کې ودرېږو، د هغو کسانو په خوا کې چې تراوسه په پاکستان او ایران کې ژوند کوي او هیڅ هیله‌من نه‌دي چې کومه راتلونکې به ولري او که‌نه؟"

د افغانستان د پرځېدلې پخواني حکومت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ
د افغانستان د پرځېدلې پخواني حکومت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ

مېرمن بارکزۍ چې د یو شمېر نورو افغان ښځینه فعالینو پر ملتیا یې په دې غونډه کې ګډون کړی بېګا آزادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ به د غونډې په پای کې یو پرېکړه‌لیک هم صادر شي.

د افغانستان په اړه دا غونډې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له سختو چلندونو څخه د لاس اخیستو لپاره تراوسه پورې د نړیوالې ټولنې په تېره د لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د مدافع ټولنو غوښتنې له پامه غورځولې او دې برخه کې یې لا خپلو سختو تګلارو ته دوام ورکړی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو د طالبانو له دغه سخت دریځ څخه نارضایتي څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د طالبانو له سرپرست حکومت سره به چې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG