د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

شریف: د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ګروپونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي اسمبله کې د جمعې په ورځ وینا وکړه او تر ډېره یې د کشمیر په لانجه، په غزه کې روانه جګړه او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت تمرکز وکړ.

هغه وویل، اوس وخت پاکستان ته تر ډېره هغه ډلې ګواښ پېښوي چې د ده په خبره، په افغانستان کې دېره دي.

شریف وویل: "موقت حکومت باید په افغانستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، په تېره بیا هغه چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پولې هاغاړه د ترهګرۍ مسوول دي، په دې کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه، القاعده او ورسره تړلې ډلې، ټي‌ټي‌پي ( تحریک طالبان پاکستان) فتنه الخوارج، مجید برېګېډ، بلوچ لیبرشن ارمي او نورې ترهګرې ډلې چې له بده مرغه په افغان خاوره کې لیدل شوي دي."

ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د پاکستان صدراعظم شریف ادعا وکړه چې هېواد یې تېرو دوو لسیزو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېره درنه بیه پرې کړې او د ده په خبره، اتیا زره پاکستاني ملکیان او عسکر وژل شوي دي.

شریف وویل چې هېواد یې د ترهګرو ډلو په تېره بیا د ده په خبره د ټي‌ټي‌پي د له منځه وړلو لپاره هوډ لري او د عزم استحکام په نوم یې لوی عملیات پيل کړي دي.

د پاکستان صدراعظم بیا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو هم ټینګار وکړ او ویې ویل هېواد یې د ملګرو ملتونو هغه غږ بدرګه کوي چې د بشري مرستو لپاره د درېیو میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي.

شریف د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي او سیاسي ټولشمولیت رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت لا د شریف د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریف او د پاکستان ګڼو نورو چارواکو او پوځیانو تر دې مخکې هم په کراتو ادعاوې کړي چې هېواد یې د هغو ترهګرو ډلو له لاسه ناامنه شوی چې د دوی په خبره له افغانستانه خپل بریدونه تنظیموي او هلته امن پټنځایونه لري.

ارشیف: په پاکستانکې د پولیسو پر موټریزو کاروان د وسله‌والو په برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
ارشیف: په پاکستانکې د پولیسو پر موټریزو کاروان د وسله‌والو په برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

طالبانو بیا په وار وار رد کړي چې افغانستان کې دې ترهګرې ډلې په تېره بیا هغه چې په پاکستان بریدونه کوي فعالیت ولري.

د طالبانو حکومت ادعا لري چې د پاکستان ناامنۍ د دوی خپلې ستونزې دي او باید د حل لار ورته پیدا کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG