د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

شولز: له جرمني څخه به ډېر کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړل شي


د جرمني صدراعظم اولاف شولز
د جرمني صدراعظم اولاف شولز

د جرمني صدراعظم اولاف شولز یوځل بیا ټینګار کړی چې په دې هېواد کې مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.

شولز د دغه هېواد د کډوالۍ پر پاليسۍ د نيوکو په ځواب کې يوځل بيا ټينګار وکړ چې ډېر کډوال به افغانستان او سوريې ته ستانه کړل شي.

نوموړي په یوه مرکه کې چې پرون سې شنبه د آلمان د "زي‌ډي‌ایف" تلوېزیوني شبکې له لارې خپره شوه وویل چې په درنو جرمونو محکوم شوي کسان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو هېڅ دلیل نه لري.

شولز زياته کړه چې دوى په دې برخه کې په شدت کار کوي، خو د دې لپاره چې دا بهیر بریالی شي، نه غواړي په دې اړه نور جزیيات ورکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ ډاډ ترلاسه کوو چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو امکانات برابر شي او موږ غواړو همدا کار د سوریې په هکله هم ترسره کړو. د درنو جرمونو مجرمینو خپل د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او دلته د پاتې کېدو هېڅ کوم دلیل نه‌لري."

شولز دا هم وویل چې حکومت یې نه غواړي ټول هغه افغانان او د سوریې وګړي چې د دې هېواد پولو ته رسېږي، له ارزونې پرته رد کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پولو کنټرول باید تر هغه وخته چې امکان لري دوام ومومي.

د جمعې ورځې د اګست د ۲۳مې نېټې له خونړي برید وروسته د جرمني حکومت د مخالفو ګوندونو له سختو نیوکو او عامه فشارونو سره مخامخ دی.

د جرمني په لوېديځ کې د زولینګن په ښار کې په يوه فيسټيوال کې د يوه ٢٦ کلن سوري ځوان له‌خوا د چاقو په بريد کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د جرمني په فیسټیوال کې د وروستۍ پېښې انځور
د جرمني په فیسټیوال کې د وروستۍ پېښې انځور

له دې پېښې یوه ورځ وروسته داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې د دوی یوه غړي دا کار د دوی په وینا "په فلسطین او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د غچ اخیستنې په موخه" ترسره کړی.

د زولینګن تر برید وروسته د جرمني حکومت د اپوزیسیون مشر فریډرېش میرز د افغان او سوري کډوالو د منلو د درولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پناه غوښتنې قانون باید بدل شي.

په همدې حال کې په جرمني کې یو شمېر افغان کډوال چې د پناه غوښتنې د دوسیو برخلیک یې نه دی څرګند د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي.

ریاض‌الله واييي: زه د شپې د کوټو دروازې قلفوم چې پولیس رانه‌شي او ما ډیپورټ نه کړي. زه په ډېرو هڅو دلته راغلی یم، زه یو پوځي یم او افغانستان ته بېرته زما تګ سل په سلو کې خطرناکه دی.

ریاض‌الله چې له دوو کلونو راهیسې یې د خپل د پناه غوښتنې دوسیې د ځواب په تمه دی، ازادي راډیو ته وویل: "دا زما پر روان ډېر اغېز لري، نور کډوال چې کوم جرم کوي زه فکر کوم چې ما هغه جرم کړی، بیا چې وايي چې مجرم ډیپورټ کوي زه د شپې د کوټو دروازې قلفوم چې پولیس رانه‌شي او ما ډیپورټ نه کړي. زه په ډېرو هڅو دلته راغلی یم، زه یو پوځي یم او افغانستان ته بېرته زما تګ سل په سلو کې خطرناکه دی."

یو بل افغان کډوال محمد ناصر لطیفي چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په جرمني کې اوسېږي، وایي، اندېښنه لري چې په دې هېواد کې د ځینو افغانانو له‌خوا ترسره شوي جرمونه به د هغه د دوسیې د څېړلو پر څرنګوالي منفي اغېز وکړي.

هغه وویل: "دا پر ټولو منفي اغېز لري؛ مثلاً که کوم افغان دلته یو جرم ترسره کړي پر ټولو اغېز کوي، په داسې حال کې چې موږ دلته داسې افغانان هم لرو چې المان د خپل هېواد په توګه ګڼي او خلکو ته یې ځانګړی او متقابل درناوی لري او دا موضوعات د المان د خلکو څخه ډېر پر افغانانو او نورو کډوالو اغېز لري."

تر دې مخکې یوه افغان د روان زېږدیز کال د مې پر ۳۱مه نېټه د جرمني په سویل لوېدیځ مانهایم ښار کې په یوه لاریون کې چې د اسلامي ضد غورځنګ له‌خوا ترسره شوی و، د یوه پولیس افسر په ګډون ګڼ کسان ټپیان کړل چې وروسته هغه پولیس افسر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG