صیقل: افغانستان غواړي امریکا سره یوځای د ترورېزم په وړاندې مبارزه وکړي

د افغان حکومت مسؤلین د امریکا له نوې ستراتېژۍ هرکلي ته دوام ورکوي، خو اخوا پاکستاني چارواکي غوسه دي او د امریکا متحده ایالاتو د وروستي دریځ په وړاندې تُند غبرګونونه ښيي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر وايي، د امریکا د نوې ستراتېژي په اعلان سره افغانستان غواړي له متحده ایالاتو سره یوځای د ترورېزم په وړاندې مبارزه وکړي.

د افغانستان سفیر محمود صیقل ویلي، ترورېزم ټوله سیمه او نړۍ ګواښي او اړتیا یې لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

ښاغلي صیقل د چین له نړیوال ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د تازه ستراتېژۍ د تطبیق لپاره باید رغنده خبرې وشي.

دی وايي:

"افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا او لیرې ختیځ او منځني ختیځ ترمنځ پروت دی. موږ شپږ ګاونډیان لرو. نو مهمه ده چې د امریکا د پالېسیو د تطبیق په وخت لکه څنګه چې مې یاده کړه، له دغو [ګاونډيانو] سره مؤثرې خبرې ولرو."

افغان چارواکو تر اوسه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه مثبت نظرونه ورکړي دي، خو ځیني سیاستوال له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ستراتېژۍ په یوه لویه برخه انتقاد کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې دا ستراتېژي د سرتېرو د شمېر او د هغوی د ایستلو د مهالوېش پر اساس نه بلکې شرایطو ته په کتو ترتیب او مخته وړل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د پاکستان په اړه تُندې خبرې وکړې او ویې‌ویل چې امریکا به د پاکستان له‌خوا ترهګرو ته د پټن‎ځایونو د ورکولو په اړه نوره غلې پاتې نه‎شي.

د پاکستان حکومت بیا تُند غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې قربانۍ ورکړې دي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا سفیر ډېوېډ هیل د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

د پاکستان د پوځ د بیان له مخې باجوه په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د امریکا پوځي مرستو ته تمه نه‎کوي، خو یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا او دوه اړخیز پوهاوی غواړي.

په بیان کې دا هم راغلي چې پاکستان د افغانستان امنیت د خپل هېواد په ګټه بولي.

دا هغه ټکی دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د وینا پر مهال یاد کړ.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې پاکستان باید له منځته راغلي فُرصت نه ګټه پورته کړي.

ولسمشر غني

ولسمشر غني وايي:

"دا چې نن یوه اجماع جوړه شوې، پاکستان باید د خپلو تېرو دريځونو او چلندونو په اړه بیا کتنه وکړي. یو ښه فُرصت دی. دا باید واضح شي چې نننی افغانستان، تېر افغانستان نه‎دی. ډېر اقتصادي بدیلونه هم لرو او په نړۍ کې د همکارۍ لارې هم راته پرانیستې دي او ډېرې لارې شته."

ډېرو افغان او نړیوالو کارپوهانو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا له نوې ستراتېژۍ هرکلی کړی دی او هغه‌یې د کابل لپاره یو نوی چانس بللی دی.

ځیني سیاستوال او کارپوهان بیا د پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پیغام ډېر جدي بولي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په خپله تازه مقاله کې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د هغه د نوې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره درې وړاندیزونه کړي دي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد

  • لومړی وړاندیز

    د پوځیانو زیاتېدل باید له سیاسي هڅو سره همغږي واوسي.
  • دویم وړاندیز

    د پاکستان د مقاومت په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ باید چمتووالی ولري ځکه چې ښايي په افغانستان کې د امریکا ګټې ډېرې تر برید لاندې راشي او د پاکستان امنیتي ارګانونه په یو ډول وښيي چې د پاکستان له همکارۍ پرته امریکا نه‌شي بریالۍ کېدای.
  • درېیم او وروستی وړاندیز

    ولسمشر ټرمپ دې افغان چارواکي له امریکا سره د نېږدې کار لپاره وهڅوي او حکومتي ادارې په خاصه توګه امنیتي بنسټونه دې پیاوړي کړي څو د دغو هڅو په نتیجه کې امریکا په افغانستان کې خپل مأموریت په بریالیتوب سر ته ورسوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی