د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

سولې شورا: د امریکا نوې ستراتيژي د سولې د مذاکراتو لپاره ښه پيل دی


یو ورځ وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه د افغانستان د سولې عالي شورا دا د ورکې سولې لپاره د کیلي پیدا کولو یو ښه فرصت بولي.

د دغې شورا د دارلانشاه رئیس محمد اکرم خپلواک وویل چې امریکا په خپله نوې ستراتیژۍ کې د تروریستانو په ملاتړو هېوادونو فشار راوړل مطرح کړي چې کولای شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلی خپلواک چې د چهارشنبې په ورځ يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې هیله وښوده چې د ا ستراتیژي به د سولې لپاره د بین الاافغاني مذاکراتو یو ښه پیل وي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه ستراتیژۍ کې هغه هېوادونه چې د ترورېزم ملاتړي دي او هغوی ته یې په بېلابېلو ځایونو کې پناه ورکړې یو فشار راوړل کېږي او ښه اشاره يې ورته کړې ده چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي، د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې همکاري مهمه ده، نو په همدې خاطر که په ټولیز ډول وګورو، دې نتیجې ته رسېږو چې د سولې د مذاکراتو لپاره یو ښه پيل کېدای شي."

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته وسله والو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو د وروستي عسکر تر موجودیت خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ یو وار بیا وسله والو مخالفینو ته د سولې لاس اوږد کړی او ویلي دي که څه هم په اوسنیو شرایطو کې په امنیتي برخه کې د حکومت د بریالیتوب لپاره زمینه مساعده ده، خو بیاهم د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د سولې دروازې پرانیستې دي.

دا هغه څه دي چې اجرائیه رئیس یوه ورځ وړاندې دې ته په ورته ټکي ټینګار کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتیژۍ اعلان کړه.

که څه هم ښاغلي ټرمپ له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو او یا راتګ په اړه څه ونه ویل، خو پاکستان ته یې په خطاب کې ویلي باید له ترورېزم سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

امریکايي ولسمشر ویلي امریکا به له افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ چې په پاکستان کې د تروریستي پناه ځایونو پر وړاندې چوپه خوله نه شي پاتې کېدای.

په ورته وخت کې د چین د معاصرو اړیکو، امنیتي مطالعاتو او وسلو د کنټرول د انسټیټیوټ مرستیال لیوجینګ د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان ورورسته په کابل کې وویل چې چین د افغانستان د امنیتي ستونزو په اړه زیات معلومات او همدا راز لېوالتیا لري چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

له بله خوا د سولې د عالي شورا د دارلانشاه پخوانی رئیس محمد ایوب رفیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت باید له هرې ګټورې لارې څخه په استفادې د سولې بریالیتوب لپاره هلې ځلې وکړي.

محمد ایوب رفیقي
محمد ایوب رفیقي

نوموړي زیاته کړه:

"په ځانګړې توګه د نړۍ لوی هېوادونه چې چین یو د هغوی له ډلې څخه دی او پر پاکستان تاثیر ګذاره هم دی، که چېرې ژمنه وکړي او په خپلې ژمنې ودریږي، افغان حکومت او د افغانستان خلک به ورنه هرکلی وکړي او فکر کوم د سولې په راتګ کې دا یو ګټور او مثبت ګام دی."

د سولې د عالي شورا د دارلانشاه رئیس محمد اکرام خپلواک هم ویلي دا شورا له هر هغه نړیوال اقدام څخه هرکلي کوي چې د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره وي.

د هغه په وینا د سولې عالي شورا به له هر مخ ته راغلي فرصت نه په استفادې هڅه وکړي چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG