اعتراض کوونکي وايي د تحصن خیمې يې د حکومتي فشار له امله ندي کمې کړي

په کابل کې اعتراض کوونکي وايي، د تحصن خیمې يې د کابل ښاریانو د غوښتنو په اساس کمې کړي؛ نه د حکومت د فشارونو له کبله.

په کابل کې د اعتراض کوونکو اعتراضونه په دولسمه ورځ هم دوام لري خو يوازې په دومره توپیر چې د خیمو شمېر یې له اتو څخه يوې ته کم شوی.

خیمې کمې شوي خو د اعتراض کوونکو غوښتنې لاهم پرځای دي او دوی د حکومت د مشرانو ترڅنګ د ملي امنیت د سلاکار او يو شمېر نورو امنیتي مسؤلینو د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

خو دا چې دوی ولې دې ته اړ شول چې خیمې کمې کړي؟یو تن اعتراض کوونکی مطفې اریا یې په اړه وايي:

"کله چې موږ ولېد چې زموږ عدالت غوښتنه خلکو ته زیان رسوي او خلک په تکلیفوي، نو موږ خپلې خیمې کمې کړې او ټول کارونه مو يوې خیمې ته متمرکزې کړې."

د اعتراضونو تنظیموونکي وايي، ترهغې چې يې ټولې غوښتنې ونه منل شي د دوی مرکزي خیمه چې په شیرپور څلورې لارې کې موقعیت لري پر ځای به وي او دوی به له دې ځایه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې منځکړي پلاوي له اعتراض کوونکو او حکومت سره له خبرو وروسته پرون یوه طرحه تصویب کړه چې ۱۱مادې لري.

د ولسي جرګې د پلاوي د طرحې پر اساس حکومت باید د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې ومني.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ولسي جرګې په منځګړیتوب د اعتراض کوونکو د اعتراضونو او غوښتنو په اورېدو او حل لارو ټینګار کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد ازادي راډیو ته وویل:

"هغه درېیم‌ګړي چې اوس يې د خبرو مسؤلیت اخېستی، سربېره پر دې به د ملي شورا له دواړو مجلسونو، سیاسي څېرو او مشرانو سره له مشورې وروسته به د دغه ستونزو او تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره اقدام کوي."

ډېری کارپوهان او کابل ښاریان هم په دې ټینګار کوي چې دا اعتراضونه باید پای ته ورسېږي ځکه د دوی په خبره د لارو بندېدو له امله کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دوی کارو بارونه هم په ټپه ولاړ دي.

راپور: واصل وصال