د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

مشرانو جرګه: حکومت باید د اعتراض کوونکو پر روا غوښتنو غور وکړي


د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې د معترضينو روا غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي، تر څو ژر د تحصن خېمې ټولې شي.

مشرانو جرګه وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اعتراض کوونکو خېمو ښاریانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي او په خبره يي حکومت باید له هر څه وړاندې د هغوی روا غوښتنو ته رسیدنه وکړي، څو دغه خېمې ټولې شي.

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وويل که حکومت د معترضينو مشروع غوښتنو ته رسیدنه ونه کړي، نو دښمن به له وخت څخه په استفادي نورې ستونزې جوړې کړي.

صدیقي: تحصن کوونکو د کابل ښار شپږ ميلیونه خلک له مشکلاتو سره مخ کړي دي.
صدیقي: تحصن کوونکو د کابل ښار شپږ ميلیونه خلک له مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې د یکشنبې ورځې جلسې مشري یې کوله وویل:

"موږ هم د مدني فعالیتونو طرفدار یو مګر داسې نه چې خلکو ته مشکلات جوړ کړي، دوی د کابل ښار شپږ ميلیونه ښاريان له مشکلاتو سره مخ کړي دي، سمه ده موږ د قانون په چوکاټ کې د دوی نه ملاتړ کوو، مګر دښمن له دې وخت څخه استفاده کوي، زموږ غوښتنه له حکومت نه داده چې دا موضوع دې په جدي توګه تعقیب کړي."

ښاغلی صدیقي زیاتوي که د ولسي جرګې لخوا جوړ شوی کمېسیون د اعتراض کوونکو ستونزې له حکومت سره حل نه کړې نو مشرانو جرګه به یو پلاوی د دې ستونزو د حل په خاطر وګماري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ولسي جرګې لخوا جوړ شوي کمېسیون له ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې وروسته ويلي چې د اعتراض کوونکو ټولې قانوني غوښتنې منل کېږي او دارنګه ولسمشر ډاډ ورکړی چې هغو کسانو سره به قانوني چلند کېږي چې پر لاریون کوونکو يې ډزې کړي.

احمدزی: ټاکل شوې نن د اعتراض کوونکو د تحصن خیمې ټولې شي

د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ وروسته له هغې چې په کابل کې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره په تاوتریخوالي واوښته، مظاهره چیانو په کابل ښار کې د تحصن خیمې ووهلې.

کابل ښار کې د سړک پر سر د تحصن خېمه.
کابل ښار کې د سړک پر سر د تحصن خېمه.

اعتراض کوونکي د ملي امنیت سلاکار او د ځينو نورو امنيتي مسؤلینو له دندې ایسته کېدل، پر لاریون کوونکو د بریدکوونکو کسانو په نښه کېدل او د هغوی محاکمه د اعتراض کوونکو مهمې غوښتنې دي.

بلخوا د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

مرتضوي:د اعتراض کوونکو ټولو قانوني غوښتنو ته پام شوی دی.
مرتضوي:د اعتراض کوونکو ټولو قانوني غوښتنو ته پام شوی دی.

"ولسمشر تېره شپه هم یو شمېر وکيلانو سره ليدنه وکړه، هغوی د نړیوالو موسیسو، ایمرجنسي روغتون او د کابل ښاریانو ستونزې چې د تحصن د خېمې د درولو له امله ورته راولاړې شوي دي شریکې کړې دوی وويل حتی د دې امکان هم شته چې ایمرجنسي روغتون خپل فعالیت په افغانستان کې بند کړي او ولسمشر هم وويل د اعتراض کوونکو ټولو قانوني غوښتنو ته پام شوی دی، په راتلونکي کې هم حکومت چمتو دی چې د دوی روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي"

د مشرانو جرګې یوه بله غړې ګلالۍ اګبري وايي د کابل په بېلابېلو سیمو کې د خېمو درولو له امله بيکاري زیاته شوې، په دايمي شکل لارې بندې دي او خلکو ته يې ګڼې اقتصادي ستونزې اړولې کړې دي.

مېرمن اکبري زیاتوي چې حکومت باید ژر د اعتراض کوونکو روا غوښتنو ته درسیدنه وکړي تر څو د اعتراض کوونکو خيمې له کابله ټولې شي او خلک په عادي ډول خپل ژوند وکړي.

راپور: شاه محمد شینواری

XS
SM
MD
LG