د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ولسي جرګه: د حکومت کمزوری مدیرت هېواد کې د وروستیو پېښو لامل شوی


د افغانستان ولسي جرګه وایي، په کابل ښار کې د موټر بم، مظاهرو، پر مظاهره کوونکو ډزو او د لارو او سړکونو بندېدو ته په کتو سره وايي، د دغو ټولو پېښو لامل د حکومت کمزوري ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله، د هېواد په مرکز کې يې د امنیتي وضعیت په هکله د جرګې دغړیو له څرګندونو وروسته وویل، ولسمشر اشرف غني دې، له مظاهره کوونکو سره د تفاهم له لارې د هغوی مشروع او قانوني غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون.

ښاغلي همایون زیاته کړه:

"لویه ستونزه پخپله په ولسمشر او حکومت کې ده، ټولې پېښې او چاودنې چې په هېواد کې کېږي، لامل یې د حکومت کمزوري ده."

ده له حکومته وغوښتل چې هغه امنیتي چارواکي چې پر مظاهره کوونکو یې د ډزو امر ورکړی، باید لوېې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

همدارنګه د جرګې لومړي مرستیال د جمعیت اسلامي ګوند له‎خوا له دندو څخه د حکومت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د لېرې کولو غوښتنه شخصي وبلله او ټینګار یې وکړ چې هر ډول غوښتنې باید پر شواهدو او اسنادو ولاړې وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یوه پلاوي له اعتراض کوونکو سره لیدلي او په پام کې ده چې د هغوې غوښتنې د شنبې د ورځې پر ماښام له ولسمشر سره شریکې کړي.

په کابل ښار کې د موټر بم حملې او د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعلم ایزد‎یار د زوی د جنازې پر مراسمو له برید وروسته یو شمېر معترضینو د کابل ښار په ځینو سیمو کې د تحصن خېمې ودرولې دي.

پر دغو خېمو کابل ښاریانو او د ولسې جرګې غړیو انتقادونه کړي دي.

بل‎خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حکومت له اوسنیو حالاتو څخه د وتلو لپاره ډېرې هڅې کړي او ټینګار کوي چې د هېواد د موجوده وضعیت لامل جنګې شرایط دي.

د ولسمشرۍ ماڼي د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

"موږ له ۲۰ ترورېستې ډلو سره په جنګ کې یوو، خو دښمن له هرې تشې څخه ګټه اخلي، موږ د دوی ډېرې ډلې نیسو، هیله ده روان حالات ټول درک کړي، ځکه چې موږ په جنګې وضعیت کې یوو."

مرتضوي وايي، حکومت چمتو دی چې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته ځواب ووايي، خو هغوی هم باید د لارو او سړکونو په تړلو سره د خلکو د ځورونې لامل نه شي.

د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې که د هېواد موجوده ستونزې پای ته ونه رسول شي، وضعیت به له دې هم خراب او په پای کې به د یوه جدي بحران سبب شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG