د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د ملي شورا یو پلاوی له ولسمشر سره د اعتراض کوونکو غوښتنې شریکوي


د افغانستان د ملي شورا یو پلاوی به چې په کابل کې د حکومت پر ضد د روان اعتراض د څېړنې او حل مسؤلیت ورسپارل شوی، نن شنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

د دې څلوېښت کسیزه پلاوي غړي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبې ماښام به له ښاغلي غني سره د اعتراض کونکو څو ځانګړې غوښتنې مطرح کړي.

عرفان الله عرفان.
عرفان الله عرفان.

ښاغلي عرفان وویل:

"معترضین څلور یا پنځه ځانګړې غوښتنې لري، اول هغه کسان چې زموږ شپږتنه وطنوال یې شهیدان او ۲۱ تنه یې زخمیان کړل باید وپېژندل او قانون ته وسپارل شي، یوشمېر کسان يې نومولي چې باید له دندو لري شي، د زخمیانو او متضررو کسانو پوښتنه وشي، حکومت باید د دوی د تحصن د پای ته رسولو لپاره په زور او فشار د دوی خېمې لېرې نه کړي."

ښاغلي عرفان زیاته کړه چې اعتراض کونکو دا غوښتنه هم کړې چې حکومت د وروستیو تروریستي حملو د قربانیانو د درناوي لپاره یوه ورځ، ملي ماتم اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت نن شنبه په ټول افغانستان ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي، نن به د افغانستان بیرغ پر ټولو دولتي ودانیو نیم ځوړند وي او له خلکو غوښتنه کوي چې په جوماتونو او نورو عبادت ځایونو کې د وروستیو حملو د قربانیانو لپاره د دعا لاسونه پورته کړي.

خو په خبرپاڼه کې نه ده څرګنده شوې چې د ملي ماتم اعلان د اعتراض کونکو له غوښتنې سره تړاو لري که څنګه.

رپوټونه وايي، د اعتراض کونکو یوه عمده غوښتنه د ملي امنیت شورا د مشر محمد حنیف اتمر په ګډون د یو شمېر امنیتي ادارو د چارواکو لېرې کېدل دي.

په دې اړه عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل:

"د هغوی ټولې غوښتنې چې موږ ته یې سپارلې، موږ یې د امانت په توګه حکومت ته سپاروو او د حکومت نظر به هم اخلو چې څه وايي او څومره تیاري لري، بیا به موږ به دافغانستان سترو ګټو ته، ملي ګټو او دې ته په پام چې د داسې سترو امنیتي ادارو د مشرانو لېرې کېدل به په دې حساسو شرایطو کې افغانستان ته څومره ګټه یا تاوان لري، په ملي شورا خپله پرېکړه کوو."

ښاغي عرفان څرګنده کړه چې د دوی پرېکړې به د دریمګړوو په ټوګه،دواړه خواوې مني.

په کابل کې تر وروستۍ خونړې موټر بم چاودنې او په مظاهره کې د تاوتریخوالي له امله یوشمېر خلکو د اعتراض خېمې درولې دي.

اعتراض کونکي، زیات د "بدلون پاڅون" په نوم د حرکت غړي دي او وايي چې د خپلو غوښتنو ترمنل کېدو به دا اعتراض جاري وساتي.

د دې حرکت یوه غړي عمر پرواني ازادي راډیو وویل:

"موږ په هغو سیمو کې چې نسبي ممانعت کېږي له خلکو غواړو چې نن یې وزغمي، نن لاروته را ووزی او نن له خلکو ملاتړ وکړي، د خېمو لېرې کول به دا معنی لري چې د انتحاریانو او چاودنو لپاره لار پرانیستل شي."

خو د افغانستان حکومت، په ځانګړي ډول امنیتي ادارې غواړي چې دا خېمې ډېر ژر د ښار له منځه لېرې شي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند یوه مرستیال له ازادي راډیو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه چې دا اعتراض به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

د کابل یوشمېر ښاریان شکایت کوي چې د ښار په منځ کې د تحصن خېمو د موټرو تګ راتګ ګران کړی او د دوی ورځنیو چارو ته یې خنډ پېښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG