د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

اعتراض کوونکي: که مو غوښتنې ومنل شي له حکومت سره خبرو ته چمتو یو


د هېواد په پایتخت کابل کې د اعتراض کوونکو اعتراضونه په پنځمه ورځ هم دوام لري او د کابل ښار ډېری لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

اعتراض کوونکي پر خپلو غوښتنو ټينګار کوي او وايي تر هغې چې يې غوښتنې ونه‌منل شي اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د حکومت د مشرانو استعفاوې، د امنیتي مسؤلینو محاکمه او لیرې کېدل او د وسله‌والو مخالفینو د زندانیانو اعداموال د اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه دي.

کابل کې د اعتراض کوونکو د تحصن خیمه.
کابل کې د اعتراض کوونکو د تحصن خیمه.

د دغه تحصن دوه تنظیموونکي هارون معترف او اثار حکیمي وايي، د حکومت سره خبرو ته اماده دي خو که‌يې شرطونه ومنل شي.

دوی زیاتوي:

"د خبرو اترو او مذاکراتو سره موږ ستونزه نه‌لرو خو په دې شرط چې لمړی دې د ملي امنیت شورا سلاکار له دندې لیرې شي څو د اعتماد فضا رامنځته او موږ مذاکراتو ته کېنو."

"موږ د خبرو ور نه‌دی تړلی، خو دا مذاکرات به هله د خلکو او زموږ لپاره د منلو وي چې حکومت زموږ شرطونه عملي کړي او حکومت فرمان ورکړي چې اصلاحاتو ته ژمن دي پرته له دې مذاکرات هېڅ معنی نه‌لري."

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملګرو ملتونو سازمان له اعتراض کوونکو غوښتي چې د حکومت سره خبرو ته کېني.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې خونړۍ چاودنې ۹۰ تنه ووژل او له ۴۰۰ پورته نور کسان‌يې ټپيان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد په پایتخت کې د "کابل پروسې" په نوم غونډه روانه ده چې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او سازمانونو استازي په‌کې ګډون لري.

کابل پروسې غونډه.
کابل پروسې غونډه.

په پلازمېنه کابل کې د دې غونډې لپاره خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په همدې مناسبت یوازې په کابل ښار کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې له‌خوا د حکومت او اعتراض کوونکو تر منځ د روغې جوړې کمېټې يو شمېر غړي وايي، د ستونزو د هواري يوازنۍ حل لاره خبرې اترې دي.

د يادې کمېټې يو تن غړی فرهاد مجددي وویل:

"حکومت باید د خلکو حقه غوښتنو ته قناعت بخښونکی ځواب ولري او يوازنۍ حل لاره چې کولای شي دې جریان ته قناعت ورکړي، خبرې اترې دي."

ډېری کارپوهان او کابل ښاریان هم پر دې ټینګار کوي چې دا اعتراضونه باید پای ته ورسېږي ځکه د دوی په خبره د لارو بندېدو له امله کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG