د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د قومونو د همغږۍ مرکز: نظام کې دننه ځينې کړۍ د قومونو تفرقې ته لمن وهي


د افغانستان د قومونو د همغږۍ مرکز وايي چې د افغانستان د قومونو تر منځ هېڅ ستونزه نه‌شته خو بهرني استخبارات او د نظام دننه ځينې کړۍ هڅه کوي چې د قومونو تر منځ تفرقې ته لمن ووهي.

د دغه مرکز د دارالانشا مشر عبدالخالق پشه‎یي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت باید په نظام کې اصلاحات راولي او خلک هم یووالی وساتي.

ښاغلي پشه‎یي د قومونو د همغږۍ د مرکز پرېکړه‎لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې راغلي وو:

"بهرنۍ کړۍ زموږ په هېواد کې هڅې کوي چې وروستیو پېښو ته قومي رنګ ورکړي، خو د دولت او نظام څخه جدي ملاتړ کوو او له دولته هم غواړو چې دولتي دستګاه له فرصته د استفاده اخیستونکو څخه پاکه کړي."

دغه مرکز په کابل کې وروستیو پېښو ته د رسېدو غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې حکومت ته ښايي تر څو د اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې ومني او اعتراض کوونکي باید تحصن ختم کړي.

د دغه مرکز غړی محمد سالم حسیني وايي، د کابل وروستی وضعیت ښيي چې دښمن خپلو اهدافو ته چې روانې جګړې دي، ځان ورسوي.

په کابل کې د موټر بم چاودنې، مظاهرو او د تحصن له خیمو وروسته د افغانستان ملي شورا، د علماوو ټولنې او ځينو نورو بنسټونو هم غږ پورته کړ او ویلي یې دي چې خیمې درول او اعتراضونه د هېواد په ګټه نه‎دي.

له دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت د اعتراض کوونکو د مشروع غوښتنو پوره کېدو ته چمتو دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

​د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد بیا د نظام دننه د ورانکاره عناصرو په اړه وویل:

"په دې اړه چې ځيني کسان د نظام دننه د نظام خلاف کار کوي حکومت به دا ډول کسان څاري او د افغانستان د قوانینو له مخې به‌یې د خپلو اعمالو جزا ته ورسوي."

ښاغلي ازاد له ټولو بنسټونو وغوښتل چې که د داسې کسانو پر وړاندې دوی اسناد لري له حکومت سره د یې په پېژندلو کې مرسته وکړي.

له دې سره د قومونو د همغږۍ مرکز د اوسني حکومته د ملاتړ تر څنګ وايي چې قومونه چمتو دي تر څو له دولت سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG