ګومان کېږي چې کابل کې به د اعتراض کوونکو ډیری خیمې ټولې شي

ګومان کېږي چې په کابل کې به د اعتراض کوونکو اکثره خیمې ټولې او د خلکو د تګ راتګ او د موټرو د ترافیک په لاره کې خنډونه به ورسره لږ شي.

د کابل ښار په یو شمېر مهمو واټونو او چوکونو کې ځینو کسانو خیمې درولي چې له کبله یې ښاریان له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

اعتراض کوونکي په دې خبرې کوي چې له ۸ درول شویو خیمو څو ټولې کړي او څو پرېږدي؟

د اعتراض کوونکو یوه ویاند فهیم فطرت ازادي راډیو ته وویل، د خیمو شمېر به لږ شي چې اعتراض کوونکي په څو خیمو کې راټول شي.

نوموړی وايي:

"دوه نظرونه شته، لومړی نظر دا دی چې که ثابته شي چې زموږ خیمې د لارو د بندېدو او ښاریانو د کړاو سبب شوي، موږ یې یوې څنډې ته لېږدوو څو دا ستونزه حل شي. دوهم نظر دا دی چې که د خیمو شمېر زیات وي ښايي زموږ د کار اغېز لږ شي. له همدې کبله موږ غواړو چې د خپلو خیمو شمېر لږ کړو، خو دوه یا درې خیمې د ښار په سټراټیژیکو برخو کې پرېږدو."

د ولسي جرګې منځکړي پلاوي له اعتراض کوونکو او حکومت سره له خبرو وروسته پرون یوه طرحه تصویب کړه چې ۱۱مادې لري.

ولسي جرګې د ولسونو د يووالي یوه طرحه تصویب کړه

د ولسي جرګې د پلاوي د طرحې پر اساس حکومت باید د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې ومني.

د ولسي جرګې یوه غړي ګل پاچا مجیدي ازادي راډیو ته وویل، حکومت د اعتراض کوونکو غوښتنې منلي او نور باید دوی خپلې خیمې ټولې کړي.

د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي

په کابل کې اعتراضونه په زنبق څلورلاري کې د مې د یودېرشمې یا جوزا د ۱۱مې له خونړۍ موټر بمي چاودنې وروسته پیل شول.

سره له دې چې تراوسه پورې څو ځلي ویل شوي چې خیمې به ټولې شي او تمه کېده چې د یکشنبې په ورځ به لېرې شي خو عملاً لا هم د پلازمېنې ځینې مهمې لارې د خیمو له کبله بندې دي.

ولسي جرګه وايي، که اعتراض کوونکي خپلې خیمې ژر ټولې نه کړي، حکومت باید د امنیتي ځواکونو په وسیله هغوی له سړکونو او چوکونو لېرې کړي څو د خلکو تکلیف پای ته ورسېږي.

الکوزی: کابل کې تحصن هره ورځ سوداګرو ته ۲ میلیونه‌ ډالره زیان اړوي

الکوزی: افغانستان کې د ناامنۍ د وروستي وضعیت له امله پانګونه درېدلې

افغان سوداګر وايي چې د خیمو له کبله سوداګر د ورځې ۲ میلیون ډالره زیان کوي.