د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

الکوزی: افغانستان کې د ناامنۍ د وروستي وضعیت له امله پانګونه درېدلې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د کابل وروستیو خونړیو پېښو نه یوازې پانګونه په ټپه ودروله بلکې د یو شمېر پانګه‎والو له لوري يې له افغانستانه د پانګو د ایستلو په اړه جدي اندېښنې پیدا کړي دي.

د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که په کابل کې امنیتي حالت همدغسې دوام وکړي نو لېرې نه‎ده چې د پانګونې په برخه کې ستونزې لاپسې ډېرې شي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړی وايي:

"د ناامنۍ د وروستي وضعیت له امله پانګونه درېدلې، یو شمېر پانګه‎والو سره په دې اړه اندېښنه پیدا شوې او دوی هڅه کوي چې خپلې پېسې له افغانستانه وباسي، نو زه په دې باور یم که امنیت ښه نه‎شي، په دې برخه کې به افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخامخ شي."

ښاغلي الکوزی وايي چې په تېرو څو کلونو کې په روژې میاشت کې پانګونه او سوداګري ډېرېده خو سږ دا میاشت د ناامنیو له امله پانګونه په ټپه دریدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو له امله د ځاني زیانونو ترڅنګ نېږدې خصوصي شرکتونو ته شل میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.

دغه موټر بم چاودنه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل ښار زنبق څلور لاري ته څېرمه رامنځ ته شوه په سیمه کې يې خصوصي سکتور ته ستر مالي زیانونه واړول.

په ورته کې افغان سوداګر اعتبار خان ځدراڼ له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د عمومي وضعیت د ښه کېدو په هدف خپلې هلې ځلې تېزې کړي.

ښاغلي ځداراڼ ازادي راډيو ته وویل چې دولت باید د امنیت د ساتنې لپاره جدي کار وکړي ترڅو بهر ته د پانګې د ایستو مخنیوی وشي:

"اساسي غوښتنه زموږ د ټولو سوداګرو امنیت دی، ناامني زموږ لپاره یو جدي ګواښ، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي ترڅو د پانګې د ایستلو نه مخنیوی وشي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د پانګه‎والو پانګې او د ژوند ساتنه يې لومړیتوب دی او له همدې امله یې امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کورنیو چارو وزارت د سوداګر او د دوی د کار د امنیت د خوندي کولو لپاره چې بهتر امنیت ورته ونیول شي د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ریاست ته دنده سپارلې چې هر هغه څه چې په توان کې یې لري د دوی د کارونو د ښه ترسره کېدو لپاره باید اقدام وکړي."

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې له افغانستانه څنګه د پانګې احتمالي تېښته به په هېواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته او د خلکو په ژوند به بد اغېز وکړي.

له دې ډلې عبدالله واحد یار ازادي راډيو ته وویل، په داسې یو حال کې چې حکومت لا د مخه د سترو اقتصادي پروژو په تطبیق کې پاتې راغلی که روان سوداګریز فعالیتونه او پانګونه هم ضربه ویني، زیان یې ټول دولت ته رسېږي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG