د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

پر رسنيو د محدوديتونو دوام؛ خوست کې طالبانو د دوو سيمه‌ييزو راډيوګانو نشرات ځنډولي


له ارشيفه د يوې راډيو د سټوډيو انځور
له ارشيفه د يوې راډيو د سټوډيو انځور

په خوست کې ځايي رسنیزې سرچینې وايي، طالبانو د (ژمن) او (لونګ) په نوم دوه سیمه‌ییزې راډیو ګانې تړلې دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خوست کې ولایت کې د طالبانو له لوري د (ژمن) په نامه د سیمه‌ییزې راډیو بندول په کلکو ټکو غندلي دي او دا يې د مطبوعاتو په وړاندې بريد بللی.

په خوست کې یو ځايي رسنیزې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې ځايي طالب چارواکو د ژمن او لونګ په نامه دوه سیمه‌‌ییزې راډیو ګانې تړلې دي.

په خوست ولایت کې یو خبریال هم چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.

هغه وويل: "تېره ورځ یوه یې د ژمن په نامه ده د دوو اوونیو لپاره تړل شوې ده او کارکونکي یې هم ګواښل شوي دي او د دې سربېره د لونګ په نامه یوه بله راډیو تړل شوې، خو د تړل کېدو لامل یې نه‌دی معلوم، دلته په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور او د امربالمعروف ریاستونه تل دا غواړي چې رسنۍ دې یوازې د دوی ستاینه وکړي."

په خوست کې د طالب چارواکو له‌‌خوا د سیمه‌ییزو راډیو ګانو تړل کېدو د خبریالانو د یوشمېر بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خوست کې ولایت کې د طالبانو له لوري د ژمن په نامه د سیمه‌ییزې راډیو بندول په کلکو ټکو غندلي دي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه (د نوامبر ۶مه) ناوخته په خپلې ايکس‌‌‌پاڼه د طالبانو دا اقدام د مطبوعاتي د ازادي پر وړاندې برید بللی دی او له ځنډ پرته یې د بیا پرانيستلوغوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي چې په خوست کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو یاده راډیو په‌‌‌دې پلمه چې موزیک یې خپراوه بنده کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا وايي چې، د طالبانو حکومت بېلابېل بنسټونه د شخصي سلیقو له‌مخې په رسنیو او خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا وايي چې، د طالبانو حکومت بېلابېل بنسټونه د شخصي سلیقو له‌مخې په رسنیو او خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو رسنیو د تړل کېدو د لاملونو او دغو ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د امربالمعروف او د استخباراتو په ګډون بېلابېلې ادارې د خپلو شخصي سلیقو له‌مخې په رسنیو فشار راوړي او محدودیتونه وضع کوي."
سميه ولي‌زاده

د یادونې ده چې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر سیمه‌ییزو مسوولینو څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د (غرغښت) په نامه راډیو هم د موزیک د خپرولو په پلمه بنده کړې وه، خو بیا یې په مشروط ډول د فعالیت اجازه ورکړه.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې خوست ته د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر د سفر او هلته یې د غونډو د خبري پوښښ لپاره هم خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا وايي چې، د طالبانو حکومت بېلابېل بنسټونه د شخصي سلیقو له‌مخې په رسنیو او خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.

د دغه مرکز د اړیکو د کمېټې مسوولې سمیه ولي‌‌زاده په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لیدل کېږي چې پر رسنیو محدودیتونه د یوې واحدې مرجعې له لوري نه وضع کېږي، د طالبانو د امربالمعروف او د استخباراتو په ګډون بېلابېلې ادارې د خپلو شخصي سلیقو له‌مخې په رسنیو فشار راوړي او محدودیتونه وضع کوي."

اغلې ولي‌زاده د رسنیو پر وړاندې مخ پر زیاتېدونکي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي او پر طالبانو غږ کوي چې د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي.

د یادولو ده چې د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر په نوم خپل نوی قانون اعلان کړ چې د دغه قانون د ۱۷مې مادې په درېیم بند کې د ذي روح (ساه لرونکو) موجوداتو د تصویرونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی دی.

د روان کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر له (اې‌ایف‌پي) سره په خبرو کې ویلي وو چې، په افغانستان کې به د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز په تدریجي ډول پلی شي.

له‌دې سره هم‌مهاله په وروستیو څو اوونیو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیرانو یوشمېر ولایتونو ته د سفر پر مهال په ناستو او غونډو کې خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه نه وه ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG