د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی جاوېد مومند لا هم د طالبانو په زندان کې دی


د پوهنتون استاد او شنونکی جاوېدو مومند چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.
د پوهنتون استاد او شنونکی جاوېدو مومند چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.

د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی جاوېد مومند لا هم د طالبانو د حکومت په زندان کې دی.

د مومند د کورنۍ په خبره، دی له لسو زیاتې ورځې کېږي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په زندان کې دی.

دوی وايي، نوموړی د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۹مه له غرمې مخکې کابل کې له خپله کوره په نامعلوم دلیل وړل شوی دی.

د جاوېد مومند یو خپلوان د موضوع د حساسیت له امله د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې موده کې د طالبانو حکومت یوازې یوځل د مومند او کورنۍ یې د ملاقات اجازه کړې او هغه له خپلې کورنۍ سره په دې لیدو کې "له روحي اړخه" ارامه نه ښکارېده.

دوی د طالبانو له حکومته د جاوېد مومند د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کوي.

ارشیف: په کابل کې یو وسله‌وال طالب
ارشیف: په کابل کې یو وسله‌وال طالب

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

جاوېد مومند، چې تر دې ورستیو پورې یې هم د رسنیو په ګردي مېزونو او سیاسي بحثونو کې ګډون کاوه، له نیول کېدو یې شاوخوا درې ورځې مخکې نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه په یو ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو یې رسنیو سره په بحثونو د ګډونوالو شنونکو له نوملړه نوم لرې کړی دی.

هغه په یاد ویډیو کې ټینګار کړی و چې که له دې نوملړه هم لرې شوی او قیودات هم پرې وضع شوي بیا به هم په خبره یې د خپلو افغانان غږ پورته کوي.

ازادي راډیو ته هم په هېواد دننه ځینو کورنیو رسنیو "د کارپوهانو" هغه نوملړ هم راستولی چې په خبره یې نږدې دوه اوونۍ مخکې د طالبانو حکومت د استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا ورسپارل شوی دی.

د دوی په خبره، طالبانو ورته ویلي چې له دې نوملړ پرته نور خلک خپلو بحثونو ته نه‌شي رابللی.

په دې ۹۳ کسیز نوملړ کې یوازې د طالبانو د حکومت د ځینو پخوانیو کارکوونکو یا هغو کسانو نومونه شامل دي چې د دوی پلویان دي.

په دې نوملړ کې د جاوېد مومند نوم نه‌شته.

دا لېست هم تراوسه د طالبانو حکومت ازادي راډیو ته رد یا تایید کړی نه دی.

خو د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د پوهنتون پخواني استادان وایي، طالبان دې نور دا ډول کړنې او د خلکو د قانوني ازادیو او بیان ازادۍ د ځپنې هڅې پای ته ورسوي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د داسې ټولنې د رامنځته کولو په هڅه کې دي چې هیڅوک جرئت ونه کړي چې د دوی پر ځپوونکو پالیسو انتقاد وکړي، یا یې پر وړاندې مخالف نظر مطرح کړي، دوی هېڅ په دې باور نه دي چې حاکمان باید خلکو ته ځواب ویوونکي اوسي، په افغانستان کې یې ډېر د خفګان وضعیت رامنځته کړي او له بده مرغه هغه امکان یې له منځه وړی چې خلک دې په هېواد کې د سوله‌ییزې یا مدني لارې وضعیت بدل کړي."

د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر
د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر

د پوهنتون پخوانی استاد او د چارو شنونکي فضل‌الهادي وزین هم ازادي راډیو ته وویل: "باید نیول شوي استادان لکه استاد جاوېد مومند ژر تر ژره خوشې شي او سرپرست حکومت دې د بیان د ازادۍ لپاره کوټلي ګامونه واخلي او له دې ډول اقداماتو دې ډډه وکړي چې هغه د بیان د ازادۍ د ډب کولو او سالم انتقاد د مخنیوي لامل ګرځي."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان د بیا واکمنېدو له پیله تراوسه په لسګونه د چارو شنونکي، خبریالان، مدني فعالان او د پوهنتون استادان نیولي او بندیان کړي دي.

په دوی کې ځینو یې چې لا هم په هېواد کې مېشت دي، نن یې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت ترې په هر ډول بحثونو کې د نه ګډون ضمانت اخیستی او د دوی په ټکو د سخت کنټرول له امله د بیان ازادي نه لري.

د یادونې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو حکومت په کابل کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی جاوېد کوهستاني هم نیولی و چې نوموړی له څه باندې شل ورځو بند وروسته بېرته خوشې شو، خو ویل کېږي چې په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول حکمت ارین او د افغان غږ خبریال مهدي انصاري لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG