د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

خوست کې ۳۱ زده کوونکي نجونې مسمومې شوې


د خوست ولایت چارواکي وايي چې نن د سې شنبې په ورځ د ورځې په یوولسو بجو په یوه مهال په ښار کې د نجونو د دوو لیسو یو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې دا نجونې ۲۳ تنه د ښار د زرغونې انا او ۸ نورې د بي بي خدیجې لیسې زده کوونکې دي.

ده وویل، زده کوونکې د درملنې لپاره د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

مبارز محمد ځدراڼ وايي، تر اوسه د نجونو د مسمومېدو لامل نه دی څرګند، خو پولیسو او کشفي ادارو په دې اړه جدي پلټنې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د مسمومو شویو نجونو د پوښتنې لپاره د خوست مرستیال والي شېر بادشاه ارګوني ولایتي روغتون ته ورغلی وو او د یاد روغتون ډاکټرانو ته يې جدي لارښوونه کړې چې د نجونو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي، خو ډاکټرانو د نجونو د روغتیايي حالت په باب مرستیال والي ته ډاډ ورکړی دی.

د خوست د والي ویاند وړاندې وویل، په مسمومو شویو نجونو کې یوازې درې کم عمر لري، نورې نجونې د ښوونځیو د لوړو صنفونو زده کوونکې دي:

"د پېښې په اړه د کشفي ادارو لخوا جدي پلټنې پیل شوي تر څو ډېر ژر د دې پېښې لامل مالوم کړي او کچېرې دا پېښې مرتکبین ولري چې ژر يې پیدا او ونیسي، څلور وړې نجونې دي، پاتې نورې د لوړو صنفونو شاګردانې دي، د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، یو ښوونځی د غرغښت لیسې سره دی او د نجونو دویم ښوونځی د متون په کجیري کلي کې دی."

د خوست چارواکي ټېنګار کوي چې دا مساله دوی لپاره د اندېښنې وړ ده او له هرې ممکنې لارې به دا مساله روښانه کړي.

د پېښې په اړه د دواړو ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې د دوی په ټولګيو کې يې یو ډول بوی احساس شوی، خو ځینو نورو ویلي چې یو شمېر نجونې د اوبو له څکلو وروسته مسمومې شوې دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG