د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د اوربند ټینګښت لپاره د هڅو سره سره اسراییلو د حزب‌الله او حماس پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړ


په غزه کې د اسراییلو تر بریدونو وروسته د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په غزه کې د اسراییلو تر بریدونو وروسته د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

په لبنان او غزه کې د یوه اوربند لپاره د امریکایي چارواکو د هڅو سره سره اسراییلو نن سهار د بیروت په جنوبي سیمو او غزې تړانګه کې د حزب‌الله او حماس ډلو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړ.

د غزې تړانګې په جنوبي برخه کې د دیرالبلح ښار په نصرت کمپ او الزوايدة ښارګوټي کې د تېرې شپې په بریدونو کې ۴۷ فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اسراییل په وروستیو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې د فلسطینیانو خبري آژانس، وفا په یوه راپور کې ورکړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې ځواکونو یې د غزې په مرکزي او شمالي جبلیه سیمو کې هغه کسان چې دوی وسله‌وال تررویستان یاد کړي، وژلي دي.

د رویټرز خبریالان وایي چې اسراییل همدارانګه نن سهار وختي د بیروت پر جنوبي څنډو هم بریدونه وکړل چې لږترلږه ۱۰ کسان په‌کې وژل شوي دي.

دا هغه سیمې وې چې نژدې یوه اوونۍ مخکې له هستوګنو ډکې او د سختدریځې حزب‌الله ډلې چې امریکایې د یوه ترویستي سازمان په توګه پېژني او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د دې ډلې پیاوړی سنګر و.

په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

حزب‌الله د لبنان په سیاست کې هم فعاله ده او غړي یې د دې هېواد په پارلمان کې شامل دي.

اسراییل دغه بریدونه وروسته له هغې کړي چې د لسو جلا سیمو د تخلیې لپاره صادر شوي امرونه یې لا بشپړ نه وو عملي شوي.

د رویټرز د راپور له مخې، اسراییل په لبنان او غزه کې پوځي عملیاتو ته د هغو هڅو سره سره دوام ورکړی چې امریکایي چارواکي یې په سیمو کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو لپاره مخ‌ته وړي.

واشنګټن هڅه کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې چې د راتلوکې سې‌شنبې په ورځ د نومبر په پنځمه نېټه ترسره کېږي، یو اوربند یقیني کړي.

خو جګړو ته په پام ډېره هیله نه کېږي چې تر دغې نېټې مخکې دې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ پر یوه اوربند توافق وشي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبې د اسراییلي سرتېرو د فراغت په یوه غونډه کې وویل: "توافقات، سندونه او وړاندیزونه اساسي خبره نه‌ده، بلکې اساسي ټکی پر اسراییل د حملو او زموږ د وسله‌والو دښمنانو پر وړاندې د امنیت د ټیګښت په اړه زموږ وړتیا او اراده ده."

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

هغه په خبره، د هر ډول فشار او محدودیتونو سره سره دا یوه اړتیا او اساسي ټکی دی.

د نتنیاهو دفتر وویل چې هغه ورته پیغام پرون پنجشنبې امریکایي ځانګړیو استازیو آموس هوخشټین او برت مک ګورک ته ورساوه.

د لبنان موقت صدراعظم نجیب میقاتي نن جمعه وویل چې د اسراییل هغه بیانونه او د ډیپلوماتیک زیګنالونه چې لبنان ترسره کړي د اسراییل د سرتمبګۍ پخلۍ کوي چې له وړاندیز شوې حل‌لارې سره مخالفت او د وژنو او ورانیو پر تګلارې ټینګار کوي.

اسراییل د حماس چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او په وروستیو کې د حزب‌الله په وړاندې جګړه وروسته له هغې پیل کړه چې حماس د تېر کال د اکټوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو په پراخ برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړ.

د حماس او حزب‌الله پر وړاندې د اسراییل د روانې جګړې په ترڅ کې د فلسطیني چارواکو په وینا، په غزه کې د وژل شویو فلسطینانو شمېر له ۴۳زرو څخه اوښتی او د لبنان د روغتیا وزارت بیا په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲زره اته سوه ښودلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG