د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ډبليوایف‌پي: له هرو څلورو افغانانو څخه یو کس د خوړلو لپاره يوازې وچه ډوډۍ لري


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې کارۍ او د خوړو د نه خونديتوب په اړه د اندېښنو په دوام، د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، په دې هېواد کې کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه کېږي.

"ډبیلوایف‌پي" پرون سې‌شنبه د سپټمبر په ١٧مه پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې په افغانستان له هرو څلورو کسانو څخه یو کس د خوړلو لپاره يوازې "وچه ډوډۍ " لري.

په بیان کې راغلي چې وچه ډوډۍ د افغانانو له بنسټیزو خوړو څخه ده.

د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دا مهال په ټول افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندواره ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.

ارشیف: د افغانستان جنوب کې په خوارځواکۍ اخته ناروغان
ارشیف: د افغانستان جنوب کې په خوارځواکۍ اخته ناروغان

ياد سازمان د میلیونونو کورنیو سره د ژوند ژغورلو په برخه کې د خوراکي توکو د رسولو لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په بېړنۍ توګه ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې يو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خوړولو لپاره آن وچه ډوډۍ هم په سختۍ مومي.

دوى د مرستې د ترلاسه کولو په برخه کې شکايت لري او وايي، تراوسه ورسره هېڅ يو نړیوالو بنسټونو مرسته نه ده کړې.

د کابل یوه اوسېدونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي او د خپل کور سرپرسته ده، وايي چې د طالبانو د حکومت له راتګ مخکې يې کار درلوده او اوس بې‌کاره ده.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: بس په پردۍ مرسته پایو، که‌نه د خوړو لپاره لا تشه ډوډۍ هم نه لرو.

هغه وايي: "داسې شپه نه ده چې ډوډۍ مې له اوښکو سره نه وي خوړلي، هغه هم کومه مړۍ که ګاونډيانو رالېږلي وي. ماشومان مې کالي غواړي ورته وايم صبر وکړئ، که څوک مرسته وکړي. بس په پردۍ مرسته پایو، که‌نه د خوړو لپاره لا تشه ډوډۍ هم نه لرو."

د ننګرهار یوه اوسېدونکې شکیلا چې دا هم د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د کورنۍ نفقه په سختۍ پیدا کوي.

هغې وویل: "اقتصادي ستونزې خو ډېرې دي. توان هم نه لرو چې چېرته لاړ شو، څوک له لوږې ناچاره دي، څوک له ناروغۍ، هر څه په پيسو جوړېږي، مونږ پنځه لس روپۍ هم ځان سره نه لرو، د ګټلو هم هیڅوک نه لرو، سپين‌ږيرى سړى مې دى، که څوک کمک ورسره وکړي د اولادو له ډوډۍ مې ګرځوم، ځانته درمل اخلم، زه هم ناروغه يم، ډاکترانو توان هم نه لرم."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان یا" ډبليوایچ‌او" هم د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۲مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب په یوه مخ پر زیاتېدونکي ناورين بدلېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.
ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان او سوډان دوه هغه هېوادونه دي چې له شپږو میلیونو ډېر وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي وو چې د تېرې اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د هغه کسانو شمېر ۱۹ عشاریه ۹ میلیونه وګړو ته رسېدلی چې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري او دا د دې هېواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG