د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

افغانستان کې د تازه مېوو موسم؛ يو شمېر خلک: د اقتصادي ستونزو له امله تازه مېوې نه‌شو پېرلی


د تازه مېوو يوه هټۍ
د تازه مېوو يوه هټۍ

د پلازمېنې کابل او یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي وایي، سره له‌دې چې سږکال د بېلابېلو تازه مېوو حاصلات زیات او قېمتونه یې هم مناسب دي، خو بیا یې هم دوی د پېرلو وس نه‌لري.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی او د یوې اته کیسزې کورنۍ مشر محب شینواری وايي، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله کور او خپلو بچو ته مېوه، دانه نه‌شي وړلی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "سږ کال زموږ په ګډون ډېری کورنۍ تازه مېوې نه‌شي اخیستلی، کور کې ماشومان مو د تازه مېوو غوښتنه کوي ځکه دوی ورته ضرورت لري، خو موږ یې نه‌شو پېرلی، په بازار کې یوه کڅوړه انګور تر سلو یا ۱۵۰ افغانیو وي، خو زموږ په اقتصاد پوره نه وي."

د کابل ښار اوسېدونکی او د ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست محمدطاهر هم وایي، په کور کې ترې اولادونه او لمسیان د مېوو غوښتنه کوي، خو په خبره یې دی او زوی یې دومره وس نه‌لري چې د کور د ماشومانو دا اړتیا پوره کړي.

محمدطاهر وايي: "کوم وخت یې که کوم دوست موږ ته بیرون واخلي ورسره خورو یې، خو دومره امکانات نه‌لرو چې خپلو بچیانو ته یې راوړو، ماشومان مو چې ډېر کله مېوې غواړي موږ هم لاړ شو، هغه چې لږ خرابه شوې وي، یا دا خوا هغه خوا ژوبل شوې وي هماغه ارزانه وي ورته یې اخلو نور خو یې توان نه‌لرو."

له ارشيفه د تازه مېوو يو انځور
له ارشيفه د تازه مېوو يو انځور

د ده په خبره، ډېری وخت یې د خوښې وړ ځینو مېوو موسم تېر شي، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې خوراک د دوی او کورنیو په زړه ارمان پاتې شي.

دا یوازې د محب او طاهر د ژوند او کور کیسه نه‌ده، بلکې د پلازمېنې کابل او ولایتونو ډېری اوسېدونکي وایي، سره له‌دې چې سږکال د بېلابېلو تازه مېوو حاصلات زیات او قېمتونه یې هم مناسب دي، خو بیا یې هم دوی د پېرلو وس نه‌لري.

مېوه پلورنکي وایي، سږ کال په بې سارې کچه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د تازه مېوو ښه حاصلات ورسېدلي، خو په خبره یې چې په سمه نیمایي ورځ کې یې سل افغانۍ هم کار نه کېږي.

کابل ښار کې يو مېوه پلورونکي محمد امين ازادي راډيو ته وويل: "په کراچۍ کې له سهار راهیسې راسره شل کڅوړې مڼې دي، تر اوسه مې یوازې یوه کڅوړه پلورلي دي، سږ کال د مېوو بیې هم ښې دي خو خلک یې وسه نه‌لري چې ويې پېري."

"د تازه مېوو خوراک د انسانانو لپاره خورا مهم دی، تازه مېوې کولای شي انسان له بېلابېلو ناروغیو وژغوري لکه هغه خلک چې تر لمر لاندې سخت کارونه کوي، د جَل وهنې مخنیوی، د جنین یا د مور په بطن کې د ماشومام د سالم جوړښت لپاره
ډاکټره سونتيا بهرام

دغه راز کابل کې يو بل مېوه پلورونکی واسيع وايي: "انګور مې بار کړي دی، له سهار راهیسې مې تر اوسه درې کڅوړې خرڅ کړې دي، کاروبار نه‌شته، خلکو سره یې وسه نه‌شته، ګنې دا ښه انګور دي کشمشي انګور دي، خو کار مو نه کېږي څه وکړو، موږ هم همدې نه چلېږو کله کار وشي کله نه وي."

دوی وایي د بېلګې په توګه د یو من (۷ کیلو) مڼو بیه له ۱۴۰ تر ۱۷۰ افغانیو او د یو من انګورو بیه بیا له ۷۰ تر ۹۰ افغانیو پلوري.

ډاکټران وایي، تازه مېوې د انسانانو د بدن د اړتیا وړ ویټامینونه پوره کوي او په خبره یې هر انسان یې خوراک ته په نورمال ډول په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه یا درې ځلې اړتیا لري.

د داخله ناروغیو ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل: "د تازه مېوو خوراک د انسانانو لپاره خورا مهم دی، تازه مېوې کولای شي انسان له بېلابېلو ناروغیو وژغوري لکه هغه خلک چې تر لمر لاندې سخت کارونه کوي، د جَل وهنې مخنیوی، د جنین یا د مور په بطن کې د ماشومام د سالم جوړښت لپاره، همدارنګه مېرمنې د میاشتني عادت پر مهال ډېرې تازه مېوې ته اړتیا لري، په هره مېوه کې د هغه ځانګړي ویټامینونه او ګټې پرتې دي چې هر انسان باید لږ تر لږه په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې تازه مېوه وخوري."

هره مېوه په خپل وخت کې ځانګړې ګټې او د انسان د وجود د اړتیا وړ معدني مواد لکه کلسیم، پوټاشیم، اوسپنه او بېلابېل ویټامینونه لري.

خلک وایي د بېلګې په توګه د یو من (۷ کیلو) مڼو بیه له ۱۴۰ تر ۱۷۰ افغانیو او د یو من انګورو بیه بیا له ۷۰ تر ۹۰ افغانیو پلوري.
خلک وایي د بېلګې په توګه د یو من (۷ کیلو) مڼو بیه له ۱۴۰ تر ۱۷۰ افغانیو او د یو من انګورو بیه بیا له ۷۰ تر ۹۰ افغانیو پلوري.

روغتیاپالان ټینګار کوي، چې انسانان باید په خپله هره غذایي وعده کې ۲،۵ ګرامه فیبر یا د وجود د اړتیا وړ ویټامینونو اخیستو ته ضرورت لري، چې ډېری دا په بېلابېلو تازه مېوو کې ترلاسه کېدلی شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په تېرو درې کلونو کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، ډېری خلک وزګاره او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي، چې ډېرې یې ان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیوايف‌پي" د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو تر منځ د دې کسانو شمېر ۲،۴ میلیونه اټکل کړی دی.

د ډبلیو‌‌ايف‌پي په راپور کې چې پرون د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې "اوچا" پر وېب‌پاڼه خپور شوی راغلي، په‌دې موده کې به نژدې دولس نیم ميلیونه افغانان د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخامخ وي.

په راپور کې ویل شوي، اوس‌مهال څه کم څلور میلیون خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې په دوی کې له پنځو کلنو کم‌عمره ۲۸ لکه ماشومان هم شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG