د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د بودیجې کمښت؛ ډبلیوایف‌پي: سږ کال به ۶۰۰زره افغان مېرمنې له ځانګړو غذايي موادو بې‌برخې شي


ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې وزله مېرمنې
ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې وزله مېرمنې

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليو‌ايف‌پي" وايي، د بودیجې د کمښت له امله به شپږ لکه افغان مېرمنې د قوي خوړو له تر لاسه کولو بې‌برخې شي.

"ډبليو‌ايف‌پي" پرون دوشنبه د (اګسټ په ۵ مه) په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، د بوديجې د کمښت له امله به له‌دې وروسته شپږ لکه افغان مېرمنې قوي یا پیاوړي خواړه ترلاسه نه‌کړي.

ياد سازمان زياته کړې، دوی په ٢٠٢٤ کال کې پر امېندوارو او شیدې ورکونکو مېندو د قوي خوړو د ویشلو له لارې له ١،٦ ميليون مېندو ملاتړ کړى.

که دا مرستې د دې پر ځاى چې پرې شي دوه برابره شي، ډېر خوشاله کېږو."
نسرين

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په موخه یې له ياد شمېر ښځو سره مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر مېندې چې له یو کال څخه کم‌عمره ماشومان لري، د خوړو د نړیوال پروګرام له‌خوا د خوراکي توکو د وېش د کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې، دغه خواړه يې پر ماشومانو ډېر ښه لګېدل او غواړي چې دغه مرستې زیاتې کړي.

نسرین چې د دوو ماشومانو مور ده وايي، د ډبليو‌ايف‌پي له‌خوا د خواراکي توکو په مرستې سره توانېدلې چې خپل ماشومان له خوارځواکۍ وژغوري.

نسرين ازادي راډيو ته وویل: "زه یوه ښځه یم چې کور کې يم د کور مېرمن يم، د هغو خوړو تر څنګ چې په کور کې يې خپلو ماشومانو ته ورکوم دا قوي خواړه هم ورکوم ډېر ښه پرې لګېږي، اغېزمن دي، که دا مرستې د دې پر ځاى چې پرې شي دوه برابره شي، ډېر خوشاله کېږو."

روغتیاپالان هم وايي، د شیدو ورکولو پر مهال، سمو خوړو ته د مېندو لاس‌رسی ډېر اړین دی او باید په‌دې برخه کې یې ملاتړ وشي.
روغتیاپالان هم وايي، د شیدو ورکولو پر مهال، سمو خوړو ته د مېندو لاس‌رسی ډېر اړین دی او باید په‌دې برخه کې یې ملاتړ وشي.

د ننګرهار اوسېدونکې او د درېيو ماشومانو مور مينه هم وايي، چې د سمې تغذيې د نشتوالي له امله نه‌شي کولى خپل ماشوم ته شيدې ورکړي.

نوموړې وويل: "زه درې ماشومان لرم، ماشوم مې وچې شیدې خوري، زه حتی د وچو شیدو د ورکولو توان هم نه‌لرم، وږى وي ژاړي دا ډېره سخته ده پيسې هم نه‌لرم چې شيدې ورته واخلم، ځکه شيدې غواړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې ډبليو‌ايف‌پي اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت له امله به وتوانېږي چې، د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې یوازې یو میلیون ټنه خوراکي توکي پر خلکو وویشي.

له‌دې سره سره د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه زیات خلک د خوړلو لپاره دومره خواړه نه‌لري چې بسنه وکړي او دغه شان ۱۲ میلیونه کسان یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د جون میاشت په راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او زیږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

XS
SM
MD
LG