د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ډبليوایف‌پي: د افغانستان ختیځ کې تازه سېلابونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي


په ننګرهار کې سېلابونو دغه کور زیانمن کړی دی.
په ننګرهار کې سېلابونو دغه کور زیانمن کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" وايي، د افغانستان په ختیځ کې تازه سېلابونو په سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي دي.

دغه پروګرام وايي، په ختيځ کې د چهارشنبې د ورځې سېلابونو سلګونه کورنۍ زيانمنې کړي دي.

"ډبليوایف‌پي" د پنجشنبې په ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه د دغو سېلابونو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چې وضعیت له نږدې څاري څو وکولى شي ژرترژره سيمې ته خوراکي توکي او نورې مرستې ورسوي.

د راپورونو له‌مخې روانه اوونۍ په کابل، غزني، پنجشېر، ننګرهار، میدان وردګو او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

تر دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان یا "آى‌او‌ایم" راپور ورکړی و چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په شمال او ختیځ کې نږدې زر کورونه زیانمن کړي دي.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د اګست د میاشتې ۲۱مه په خپله ایکس‌پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي وو چې د دوی ټیمونه او د بشرپالنې شریکان په سیمو کې دي او د زیانونه کچه ارزوي.

ارشیف: سېلابونو په پنجشېر کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: سېلابونو په پنجشېر کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

"آى‌او‌ایم" ویلي وو چې خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي، خو د سېلابونو په اړه یې د تلفاتو د شمېر په اړه جزییات نه وو شریک کړي.

خو د راپورونو له‌مخې روانه اوونۍ د کابل، غزني، پنجشېر، ننګرهار، میدان وردګو او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله درې تنه په غزني کې مړه او ۹ تنه نور په بېلابېلو ولايتونو کې ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې زیانمن شوي وايي، سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او کرنیزې ځمکې یې وړې دي.

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د درېکلاني کلي اوسېدونکې مينا نوري ازادي راډیو ته وویل: "زمونږ ټوله ځمکه يې وړې، سېلاب ډېر زيات و، همغه شپه ټول ډېر وېرېدلي وو، ټول له کوره وتلي وو، لوبيا مو کرلې وه، تقريباً يو پنځه جريبه ځمکه يې له مونږه وړې، ټولو ته زيان رسېدلى."

د کاپیسا اوسېدونکی وايي: مونږ ټول د کرنې له لارې خپل عايد تر لاسه کوو او سېلابونو زمونږ د سږ کال ټول زحمتونه له اوبو سره لاهو کړل.

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د درې غوث کلي اوسېدونکى فيصل نجرابي هم وايي: "زمونږ فصلونه چې د جوارو او لوبيا فصل و، ټول يې ويجاړ کړي، مونږ ټول د کرنې له لارې خپل عايد تر لاسه کوو او سېلابونو زمونږ د سږ کال ټول زحمتونه له اوبو سره لاهو کړل."

د ننګرهار ولايت د سپين‌غر ولسوالۍ د مومند سرخاپ سيمه يو اوسېدونکي بیا ازادي راډيو ته وويل چې سېلابونو له کلي يو ماشوم له ځان سره وړى چې تر اوسه يې په اړه هېڅ معلومات نه‌شته.

هغه زیاتوي: "په دې سيمه کې چې تېره شپه سېلاب راغلى، ډېر تلفات يې رامنځته کړي هم مالي او هم ځاني، يو ماشوم يې هم له ځان سره وړى، د دې تر څنګ يې نور تلفات هم لرل چې کورونه يې تخريب کړي."

هڅه وشوه څو د سېلابونو د وروستۍ شمېرو او له زیانمنو سره د مرستې په اړه د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نظر هم واخیستل شي، خو د دغه وزارت ویاند جانان سایق د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اګست په ۱۱مه ویلي وو، هغه افغانان چې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه شان په افغانستان کې د طبيعي پېښو په اړه په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي وو چې زیانمن شوي خلک د خېمو، سرپناه، رواني سلا مشورو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نورو لومړنیو مرسته ته هم اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG