د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ډبيلو‌ايف‌پي: د بوديجې د کمښت له امله تر ۱۱ميليونه ډېر افغانان له مرستو بې‌برخې شوي


يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف
يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو‌ایف‌‌پي" وايي، د بوديجې د کمښت له کبله تر ۱۱میلیونو ډېر اړمن کسان په افغانستان کې د دوی له مرستو بې‌برخې شوي دي.

په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې "اوچا" په ټینګار سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ۲۳میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، تازه د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو‌‌ایف‌‌پي" وايي، تر ۱۱میلیونو ډېر اړمن افغانان د دوی له مرستې بې‌برخې شوي دي.

"دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۲میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي، خو د خوړو نړیوال پروګرام د بوديجې د سخت کمښت له امله په پراخه کچه خپلې مرستې د کال له لومړیو څخه کمې کړې
د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د اړیکو د برخې مشر فلیپ کروف

د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د اړیکو د برخې مشر فلیپ کروف نن پنج‌شنبه (د سپټمبر۱۲مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې د خوړو د نړیوال پروګرام وروستي راپور ته، چې د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۱۱مه) خپور شوی په اشارې سره وویل، د بوديجې د کښمت له امله تر ۱۱میلیونو ډېر اړمن په افغانستان کې د دوی له مرستو بې‌برخې شوي دي.

هغه وويل: "دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۲میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي، خو د خوړو نړیوال پروګرام د بوديجې د سخت کمښت له امله په پراخه کچه خپلې مرستې د کال له لومړیو څخه کمې کړې، د روان ۲۰۲۴ میلادي کال تر نیمايي پورې موږ یوازې په‌دې توانېدلي یو چې هره میاشت یو میلیون خلکو ته مرستې ورسوو او په ورته وخت کې ۱۱میلیونه هغه کسان چې خوراکي توکو ته یې اړتیا لرله، اړتیا یې نه‌ده پوره شوې."

ښاغلي فلیپ دغه شان اندېښنه وښوده چې د بوديجې د کمښت له امله ۱،۵ میلیونه هغه مېرمنې چې امیندواره دي، یا خپلو ماشومانو ته شیدې ورکو، په ورته وخت کې د دوی ماشومان د هغو ځانګړو خوړو له ترلاسه کولو هم بې‌برخې شوي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ورل کېدل.

کابل کې ډېری مېرمنې له بې‌وزلۍ په عامو ځايونو او نانوايانو مخته د خلکو په د مرستو په تمه کېني.
کابل کې ډېری مېرمنې له بې‌وزلۍ په عامو ځايونو او نانوايانو مخته د خلکو په د مرستو په تمه کېني.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، د خوراکي نه خوندیتوب له کبله له پنځو کالو کم‌عمره دوه میلیونه او ۹ سوه زره افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

دغه سازمان نن پنج‌شنبه د سپټمبر۱۲مه په خپله ايکس‌پاڼه کې ویلي، له ۸۵۰ زرو څخه زیات ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د اړیکو د برخې مشر فلیپ کروف په افغانستان کې د د دې سازمان چارو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل، د دغه پروګرام دفتر د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو د مخته وړلو لپاره ۶۷۷ میليونو ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام راپور چې پرون چهارشنبه د سپټمبر۱۱مه خپور شوی، په‌کې راغلي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې د بېړنیو خوړو، تغذیې او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیا د پوره کولو لپاره ۱،۶ میلياردو ډالرو ته اړتيا لري.

دا سازمان په‌داسې حال کې د بوديجې د کمښت او له مرستو د اړمنو کسانو د بې‌برخې کېدو په اړه وايي چې، وړاندې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي وو، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا بیا تازه د چهارشنبې په ورځ په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي، افغانستان کې د راتلونکې ژمي لپاره له شپږ سوه میلیونو څخه زیاتې بوديجې ته اړتیا ده.

اوچا وايي، دغه پیسې د هغوی لپاره چې ډېر زیان منونکي دي د ژوند د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو لپاره ضرورت دی.

اوچا بیا تازه د چهارشنبې په ورځ په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي، افغانستان کې د راتلونکې ژمي لپاره له شپږ سوه میلیونو څخه زیاتې بوديجې ته اړتیا ده.
اوچا بیا تازه د چهارشنبې په ورځ په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي، افغانستان کې د راتلونکې ژمي لپاره له شپږ سوه میلیونو څخه زیاتې بوديجې ته اړتیا ده.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې له وروستیو طبيعي افتونو څخه زیانمنې شوې او بې‌وزله کورنۍ د ژوند له کړاوه د شکایت ترڅنګ ویره ښېي چې، د هوا په سړېدو به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.

"په اوړي کې خو خلک یو څه خپل مشکلات حل کولای شي، خو بدبختانه په ژمي او په سړه هوا کې ستونزې نورې هم ډېریږي
د بغلان اوسېدونکی عبدالرحمان

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکي روح‌الله په‌دې اړه ازاي راډیو ته وویل: "زموږ شاوخوا سیمو کې خلک ډېر زیانمن شول، موږ شخصي تلفات هم ورکړل، کور مو له لاسه ورکړ، ژمی را روان دی خلک له ستونزو مخامخ دي، موږ د دې وس نه‌لرو چې لرګي واخلو یا نور بندوبست وکړو."

د بغلان ولایت یو اوسېدونکی عبدالرحمان بیا وايي: "په اوړي کې خو خلک یو څه خپل مشکلات حل کولای شي، خو بدبختانه په ژمي او په سړه هوا کې ستونزې نورې هم ډېریږي نو موږ له ټولو نهادونو غواړو چې خپلې مرستې ډېرې کړي."

د خوړو نړیوال پروګرام وړاندې هم ویلي، په‌داسې حال کې چې خوراکي مرستو ته اړتیا ډېره شوې خو د بوديجې د کښمت له امله اړ دي چې خپلې چارې په ټوله نړۍ کې محدودې کړي.

د دغه سازمان عمومي مشرې سندي مک کین تېر کال د سپټمبر په میاشت کې له یوه امریکايي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، که څه هم په نړۍ کې خوراکي مرستو ته اړتیا څو برابره مخ پر لوړېدو ده، خو دغه نړیوال بنسټ سره مرستې کمې شوي او دا سازمان اړ دی چې د افغانستان په ګډون ځینې هېوادونو کې خپلې مرستې کمې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG