د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ځوانانو نړیواله ورځ؛ افغان ځوانان له بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د زده‌کړو فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: په افغانستان کې د ځوانانو د یوې غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ځوانانو د یوې غونډې انځور

نن د اګست میاشتې ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده.

دغې ورځې سره هممهاله یو شمېر افغان ځوانان په داسې هېواد کې د ژوند کیسې کوي چې په خبره یې بې شمېره لوړې ژورې یې تجربه کړي او دغو بدلونونو او حالاتو یې پر ژوند سیوری غوړولی دی.

دوی وایي، په تېر درېیو کلونو کې، سیاسي بدلونونو او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پر ترڅ کې نه یوازې له دوی نه فرصتونه او د تېرو ۲۰ کلونو محدودې لاسته راوړنې اخیستي بلکې د تېر په پرتله یې ژوند هم ور تریخ کړی دی.

د خوست ولایت اوسېدونکی ۲۰ کلن نورالله د هغو افغان ځوانانو له ډلې دی چې د اقتصادي فشارونو له امله د خپلو لوړو زده‌کړو پر دوام نه دی توانېدلی.

نورالله وايي: ما مخکې د پاسپورټ د نوملیکنې (په څانګه) کې کار کاوه او په ورځ کې مې ۲۰۰ افغانۍ اخیستې، خو اوس وزګار یم، کار نه‌شته.

هغه وايي: "له دولسم ټولګي فارغ شوی یم، یو کال پوهنتون ته ولاړم، خو د بد اقتصادي وضعیت له امله ونه توانېدم دوام ورکړم، ما مخکې د پاسپورټ د نوملیکنې (په څانګه) کې کار کاوه او په ورځ کې مې ۲۰۰ افغانۍ اخیستې، خو اوس وزګار یم، کار نه‌شته."

بلال کیهان چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی، وایي چې د طالبانو له حکومت وړاندې یې کولای شول مدني فعالیتونه وکړي او د خپل مهارتونو ودې ته کار وکړي، خو په خبره یې اوس په بې برخلیکه حالت کې دی.

کیهان ازادي راډیو ته وویل: "موږ په تېره اداره کې مدني فعالیتونه درلودل، خو د طالبانو په حکومت کې نه یوازې دا چې فعالیتونه یې بند کړي ان موږ نه شو کولای د یو ځوان په توګه په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت وکړو او خپل نظرونه بیان کړو، موږ تل د هرو شرایطو قربانیان یوو."

سپوږمۍ په نوم یوه ځوانه نجلۍ وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر دوی د طالبانو محدودیتونو یې روحي او رواني ارامتیا ترې اخیستې ده.

هغې وویل: "افغان نجونې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوي، دوی هره ورځ دې ته هیله منې دي چې له خوبه د پاڅېدو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو یا د کار او دندې د اجازې خبره واوري."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شوي او ځوانان هم د تېر په پرتله ناهیلي او له ګڼو اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

ارشیف: د افغانستان د روباټیک ټیم یو شمېر غړې د کار پر مهال. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ښځو پر کار، زده کړو او په ډېرو برخو کې محدودیتونه لګول شوي دي.
ارشیف: د افغانستان د روباټیک ټیم یو شمېر غړې د کار پر مهال. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ښځو پر کار، زده کړو او په ډېرو برخو کې محدودیتونه لګول شوي دي.

له دې مخکې هم ځینو ځوانانو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ کېږي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نظر پوښتنې او سروې د پایلې له مخې چې تېره میاشت اعلان کړي، د افغانستان ۵۴ اعشاریه ۴ سلنه نفوس تر ۱۸ کلونو کم عمره وګړي دي.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د معنیت مرستیال سید کمال سادات په افغانستان کې د ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د ده په خبره، ځوانان په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو، کار، ودې او ګډون په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دی خبرداری ورکوي چې که ځوانانو ته پام ونه شي، په ټولنه کې ګواښونه لکه؛ د مخدره توکو د استفادې، ترهګرو ډلو ته یې جذب او ناقانونه کډوالۍ به زیاتې کړي.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د معنیت مرستیال سید کمال سادات
د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د معنیت مرستیال سید کمال سادات

سادات وویل: "که د ځوانانو له ځواکه په سمه او مناسبه توګه کار واخیستل شي، افغانستان به په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي او ځوانان به په دې وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو د هېواد په وده کې مرسته وکړي، ځوانانو ته پام، دوی به یې کورنیو او ټولنې ته اغېزناکه وي."

دا ځوانان داسې مهال له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو شکایتونه کوي چې د طالبانو حکومت د اید میاشتې په لومړیو کې د کار ملي کنفرانس جوړ او ادعا یې په کې کړې چې د دوی حکومت تر یو بریده د بې کارۍ ستونزه حل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي: "پر ځوانانو پانګونه، پر راتلونکي پانګونه ده."

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د افغانستان څانګې د دوشنبې په ورځ د اګست پر ۱۲مه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې چې له ۷۰۰ زره زیاتې نجونې او هلکان په افغانستان کې هر سهار په ښوونځیو کې خواړه تر لاسه کوي و دا له دوی سره پر زده‌کړو د تمرکز په برخه مرسته کوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان هر کال د اګسټ دولسمه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

د دې ورځې سږنی شعار "له کلېکونو تر پرمختګ؛ پایدارې ودې ته د ځوانانو ډیجیتال مسیرونه" دي.

ملګرو ملتونو پر خپله ویبپاڼه لیکلي، ځوانانو په ډیجیتالي نوښتونو کې مهم رول لري، خو په کمه وده کړیو هېوادونو کې انټرنېټ او ډیجیټلي اسانتیاوو ته د ځوانانو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسی کم دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په خپله ایکس‌پاڼه د دوشنبې په ورځ لیکلي چې یوازې ۲۰ سلنه ښځې کم عاید لرونکو هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG