د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د تعقیب لپاره د یوې هراړخیزې حللارې غوښتنه وشوه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټرک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټرک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د تعقیب لپاره د یوې هراړخیزې حللارې غوښتنه وکړه.

په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په پیل کې، ولکر ټرک وویل چې د بشري حقونو د سرغړونو تعقیب به په راتلونکی کې د سرغړونو د دوام مخه ونیسي.

هغه د بشري حقونو د سرغړونې تعقیب او په دې برخه کې د ملي او نړیوالو اقداماتو د پراخولو لپاره د جامع حل غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوالانو له‌خوا د اوسنیو تحقیقاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او په ټولو هېوادونو یې غږ وکړ چې په دې پروسه کې همکاري وکړي.

د ملګروملتونو لوی کمېشنر د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوي راپور ته په اشارې وویل چې د افغانستان د خلکو بشري حقونه له لسیزو راهیسې د مختلفو اړخونو او کلتور قرباني شوي دي.

ده په نننۍ نړۍ کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه بې‌ساري، ظالمانه او سیستماتیک جنسیتي ظلمونه وبلل چې د پرمختګ په ورو کولو د هېواد راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وویل، دا اقدامات افغانستان لا منزوي او له لا ډېرو کړاوونو سره مخامخ کوي.

ټرک زیاته کړه: "اوسني واکمنان روان وضعیت ته دوام نه شي ورکولی، دوی باید د بشري حقونو نړیوال قانون ته د درناوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، دا د حکومت ژمنې دي او د خبرو اترو وړ نه دي او له هغو ابهامونو سره تړاو نه لري چې کوم لوری په ځمکه او خلکو باندې تسلط لري."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر زیاته کړه چې هغه به د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي چې خپله اوسنۍ پالیسي بدله کړي.

ده وویل چې افغانستان د پرمختګ لپاره لوی ظرفیت لري او کولی شي د ټولو لپاره سوکالي، امنیت او عدالت ترلاسه کړي او په نړیواله ټولنه کې ګټور رول ولري او د خپلو خلکو هیلې او حقونه پوره کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ وویل چې د طالبانو رژیم د جون له میاشتې وروسته د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه زیاته کړې ده.

بینېټ، چې طالبانو یې افغانستان ته پر تګ بندیز لګولی، وویل، د طالبانو د امربالمعروف وروستی قانون نه یوازې جنسیتی تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي، بلکې ټول خلک اغیزمنوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

نوموړي وویل: "دا قانون مذهبي او قومي اقلیتونه اغيزمن کوي او که زه د رسنیو مثال وړاندې کړم، نو په رسنیو کې د انسانانو د تصویر خپرول هم منع کوي."

د طالبانو حکومت د اګست په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون اعلان کړ چې پر ښځو باندې نور محدودیتونه وضع کوي او په عین حال کې یې ډېر غبرګونونه پارولي دي.

په دې قانون کې د ښځو د مخونو او ټول بدن پوښل لازمي دي او د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو، دیني عالمانو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو دا له عمومي ژوند څخه د ښځو د ایستلو لپاره د طالبانو یو بل محدودوونکی ګام بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG