د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه؛ ۹۰ بنسټونو د بشري حقونو شورا ته پرانیستی لیک استولی


ارشیف: په کابل کې د پوهنې وزارت مخې ته د نجونو ښوونځیو د بندېدو په غبرګون د معترضو مېرمنو او نجونو زده‌کوونکو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د پوهنې وزارت مخې ته د نجونو ښوونځیو د بندېدو په غبرګون د معترضو مېرمنو او نجونو زده‌کوونکو د لاریون یو انځور

د بشري حقونو او مدني ټولنو ۹۰ بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دایمي غړوته په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په داسې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه نوبتي غونډه وشي، د بشري حقونو او مدني ټولنو لسګونو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دایمي غړوته په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ بللی دی.

د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو استازو چې شمېر ۹۰ ته رسېږي، پرون جمعه د سپټمبرشپږمه په یوه پرانیستي تفصیلي لیک کې چې د بشر د حقونو د څار سازمان هم په خپله ویبپاڼه خپور کړی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر دایمي غړو غږ کړی چې په افغانستان په سیستماتیک او پراخه کچه د بشري حقونو د نقض د ارزونې لپاره ژر تر ژره یو خپلواک او نړیوال میکانېزم رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

په لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د دایمي غړو هېوادونو او ناظرو بسټونوغوښتنه شوې چې په افغانستان کې روان جنسیتي تبعیض دې د یوه جرم په توګه د نړیوالو قوانیونو له مخې وڅېړي.

وړاندې په دغه سر خلاصي لیک کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د موندنو پر بنسټ ویل شوي چې طالبان د ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ۵۲ داسې فرمانونه ورکړي چې د جنسیتي اپارټایډ بېلګه کېدای شي.

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالان د دې اقدام ستاینه کوي، خو په اړه یې وېشلي نظرونه لري.

د ښځو او بشري حقونو فعاله خالده تحسین نیوکه کوي چې چې ملګري ملتونه او په ځانګړې توګه د بشري حقونو شورا د افغان مېرمنو پر وړاندې مسوولانه چلند نه کوي.

خالده تحسین وايي: که دوی رښتیا هم د بشري حقونو لپاره سم کار کولای نو ولې به اوس په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت داسې و، له بده مرغه په دې اړه زما نظر خوشبینانه نه دی.

مېرمن تحسین وویل: "د بشري حقونو شورا که غواړي چې کار وکړي او په افغانستان کې یې د استازو ماموریت تمدید شي، هغوی باید داسې عملي کارونه چې خلک یې احساس کړي وکړي، که دوی رښتیا هم د بشري حقونو لپاره سم کار کولای نو ولې به اوس په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت داسې و، له بده مرغه په دې اړه زما نظر خوشبینانه نه دی."

د ښځو او بشري حقونو بله فعاله اوږې امېل بیا وايي: "دا چې ۹۰ سازمانونه سره یوځای شوي او خپل غبرګونونه یې څرګند کړي طبعاً چې تاثیر لري، دا چې په دومره شمېر کې سازمانونه په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه ښي، ملګري ملتونه هم باید دا کوم بشري ناورین چې په افغانستان کې روان دی او د حالت په ښه‌والي کې خپل رول ولوبوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په پرانیستي دغه لیک کې دغه شان ویل شوي، په لیک کې همدا شان په افغانسان کې د قومي او مذهبي لږه‌کیو پر وړاندې د تبعیضي چلند سربېره د مدني فعالانو، خبریالانو، هنرمندانو او د تېر جمهوري نظام د نظامیانو پر نیولو او پر وړاندې یې د ډول ډول شکنجو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

په لیک کې راغلي چې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت دوام او ملاتړ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د کره ارزونې شونتیا یقیني کوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د جمعې ورځ د سپټمبر په شپږمه په خپلې ایکس‌پاڼه کې لیکلي وو چې دې به د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال به د بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په دغه پرانیستي لیک کې دا هم ویل شوي چې طالبانو له نړیوالو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په دوامداره توګه یې د بشري حقونو د نقض په برخه کې خپلسرو، غیرقانوني او مخ زیاتېدونکو محددیتونو ته دوام ورکړی چې له امله یې ورځ تر بلې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې لیک په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې بیا طالب چارواکو دا اندېښنې بې ځایه بللي او تل یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو په ځانګړي د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوال ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG