د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ټليګراف: طالبانو د خپلو سختو قوانينو د پلي کولو په موخه يوشمېر ښځې د جاسوسۍ لپاره ګمارلي


په‌دې راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت یوې چارواکې دا موضوع تایید کړې ده.
په‌دې راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت یوې چارواکې دا موضوع تایید کړې ده.

ټلیګراف ورځپاڼې په یو راپور کې ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت د خپلو سختو قوانینو د پلي کولو لپاره یو شمېر ښځې د جاسوسۍ لپاره ګمارلي دي.

يادې ورځپاڼې په خپل دې راپور کې چې پرون دوشنبه (د سپټمبر په ۲مه) خپور شوی ویلي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د خپلو سخت‌دریځو قوانینو د پلي کولو لپاره له ځینو نورو ښځو کار اخلي.

په‌دې راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت یوې چارواکې دا موضوع تایید کړې ده.

دغه راز د دغه وزارت یوې ښځینه کارکونکې ټلیګراف ته ویلي، هغه په ښار کې ګرځي چې د هغو ښځو په اړه چې د دې په نظر "بد حجابه" دي، معلومات راټول کړي.

"موږ د اعتراضونو له پیله تر اوسه نجونې پوهولې چې تاسو په ښار کې په بس او ټکسیو کې تګ راتګ کوئ د سیاسي او د ښځو د اوسني وضعیت په اړه خبرې مه کوئ
د ښځو د حقونو فعاله زهرا حق‌پرست

په‌دې راپور کې راغلي، ان د ټولنیزو رسنیو انسټاګرام د څارنې لپاره هم ځینې ښځې ګمارل شوي، چې د بې حجابه تصویرونو د خپرېدو په اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت مسوولینو ته راپور ورکړي.

د ټليګراف په راپور کې راغلي، هغه نجونې چې د طالبانو په زندانونو کې وي، ترې غوښتنې کېږي چې د خوشې کېدو په شرط دې د طالبانو له قوانینو د سرغړونکو ښځو په نیولو او پېژندولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

راپور زیاتوي، ځینې ښځې بیا د پيسو په بدل کې دا کارونه ترسره کوي.

بل‌خوا دوو نجونو چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نومونه او غږونه خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل، ځینو ښځو یا د پیسو په مقابل کې او یا د طالبانو له‌خوا د ګواښ له امله، د دوی د امربالمعروف وزارت سره همکارۍ پیل کړي دي.

د ښځو د حقونو ځینو فعالانو او د معترضو ښځو د ډلو یو شمېر غړو هم دې موضوع اندېښمنې کړي او وایي چې د معترضو ښځو ځینې غړې د دې وضعیت قربانیانې شوې هم دي.

تازه په‌دې وروستیو کې د اګست په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د عدليې وزارت له لوري د امربالمعروف نوی قانون اعلان شو چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري.
تازه په‌دې وروستیو کې د اګست په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د عدليې وزارت له لوري د امربالمعروف نوی قانون اعلان شو چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د معترضو ښځو د ډلې یوه غړې سمیه شیرزاد چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو وختونو کې نیول شوې او بندي شوې وه، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه شک لرم، له هغو کسانو سره چې موږ وو، پرې شک لرم چې له طالبانو سره یې همکاري درلوده او د دې لامل شول چې موږ ونیول شو او بندیانې شو، ترخه خاطره وه او د درې کلنو په تېرېدو يې لا هم نه هېروم چې په څه وحشت راغی او موږ یې ونیولو."

د ښځو د حقونو یوې فعالې زهرا حق‌پرست ازادي راډیو سره خبرو کې د اندېښنې په مطرح کولو وویل، په‌دې سره به له وړاندې هم زیاتې ښځې محدودې شي.

هغه وايي: "موږ د اعتراضونو له پیله تر اوسه نجونې پوهولې چې تاسو په ښار کې په بس او ټکسیو کې تګ راتګ کوئ د سیاسي او د ښځو د اوسني وضعیت په اړه خبرې مه کوئ، چې ځینې خلک د عادي کس په ښودلو د تاسو له خولې خبرې اخلي او طالبانو ته راپور ورکوي، موږ یې تجربې هم درلودې."

دغه راز د ښځو د حقونو فعالې صفیې عارفي ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا اقدام د دې سبب ګرځي چې معترضې او نورې او افغان ښځې په افغانستان کې له لا زیاتو ګواښونو سره مخ وي، ځکه مشخصه نه‌ده چې جاسوس څوک دی، کېدای شي د تاسو تر ټولو نږدې ملګرې و اوسي، ځکه د پیسو په مقابل کې کېدای شي هر څوک دا کار وکړي، واقعا د اندېښنې وړ ده."

د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د افغان ښځو د زده‌کړو، کار، فعالیتونو او د حجاب د څرنګوالي په اړه بېلابېل محدودونکي فرمانونه صادر کړي دي.

تازه په‌دې وروستیو کې د اګست په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د عدليې وزارت له لوري د امربالمعروف نوی قانون اعلان شو چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې ډېرو افغان ښځو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو رد او ویلي دي چې ورته د منلو نه‌ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG