د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

پر افغان ښځو د طالبانو د محدودیتونو پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وشوه


ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا "یواین‌ومېن" UN Women وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره په فعاله توګه کار وکړي.

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محدودونکي سياست د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان د ښځو د جنسيتي برابرۍ او پیاوړتیا ادارې یواین‌ومېن پرون دوشنبه د اګست ۱۹ مه په یوه بیان کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه د دې سياستونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر ودانۍ

ياده اداره په دې باور ده چې په نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د حکومت بندیز نه یوازې د دغو بنسټونو د ښځینه کارکوونکو پر ژوند اغېز کړی، بلکې هغو ښځو چې د دوى مرستې او خدمتونه به يې تر لاسه کول هم اغېزمنې کړي.

"یواین‌ومېن" دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري دوستانه کارونو ښځينه کارکوونکې په داسې حالاتو کې کار کوي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو د کار له بندیز سره سره د دوى لپاره ګواښوونکى دی.

د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې د بشردوستانه چارو په برخه کې کارکوونکې مېرمنې د نړیوالې ټولنې د ساتنې او لنډمهاله او اوږدمهاله مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر کار د بندیز له له امله په کور ناستې دي او مخکې يې ښځو ته د خدماتو او مرستو رسولو په برخه کې کار کاوه، وايي چې دې بندیزونو نه یوازې د دوی ژوند، بلکې د دوی له خدماتو څخه برخمنو ښځتو ژوند هم اغېزمن کړى دى.

له دوی څخه دوو تنو چې نه یې غوښتل نومونه یې د موضوع د حساسیت له امله په راپور واخیستل شي، ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوه مېرمن وايي:"له بده مرغه د دې دفتر او پروژې په تړل کېدو سره نه یوازې موږ، بلکې هغه مېرمنې هم زیانمنې شوې چې مونږ سره یې نومونه لیکلي وو او موږ د دوی ته خدمتونه وړاندې کول، ځکه چې موږ کله کله په پروژه کې دوی ته پیسې ورکولې او کله هم خواړه یا نور روغتیایي توکي."

یوه مېرمن وايي: اوس هم موږ فعالیت کوو، خو د پخوا په شان نه، لکه ښځو سره اوس زموږ همکاري ډېره پراخه نه ده.

یوه بل مېرمن وايي: "له پوهنتون او ښوونځي څخه فارغ شوي، موږ ورته کارونه پیدا کول، د کار زمینه مو ورته برابروله، ځکه یو شمېر یې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي وو، اوس هم موږ فعالیت کوو، خو د پخوا په شان نه، لکه ښځو سره اوس زموږ همکاري ډېره پراخه نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه ورکړي دي.

خو په عمل کې د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې په ښځو او نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندې کړي، په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې یې دوی له کار کولو هم راګرځولې دي.

کومې ښځې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا وزګارې شوي په وار وار یې ازادي راډيو سره په خبرو کې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کړی دی.

د دغو بنديزونو د لیرې کولو لپاره په افغانستان کې د ننه او بهر په پراخه کچه غږ پورته شوی، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG