د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د جرمني او ترکیې ولسمشرانو د غزې روان وضعیت په اړه خبرې کړي


د عکس ښي لور ته د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د عکس ښي لور ته د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د جرمني او د ترکیې ولسمشرانو بېګا په خپله کتنه کې د غزې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر بېګا له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د منځني ختیځ په روان بحران کې د خپل هېواد دریځ یوځل بیا روښانه کړ.

د جرمني د ولسمشرۍ دفتر په یو بیان کې وویل چې د فدرال دولت ولسمشر له خپل مېلمه سره په خبرو کې پر اسراییلو د حماس ډلې د برید د څرنګوالي او د یوې تروریستي ډلې په توګه د حماس په اړه خپل دریځ واضح کړ.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د جرمني د دولت بیان زیاتوي چې ښاغلي شتاین مایر د خپلې بقا او د ځان د دفاع لپاره د اسراییلو پر حق ټینګار وکړ.

د جرمني خبري آژانس 'ډي پي اې' د راپور له مخې شتاین مایر دا څرګندونې د اردوغان د هغو انتقادونو په ځواب کې وکړې چې پر اسراییلو یې د غزې په جګړه کې لري.

غزه کې د روانو جګړو یو انځور
غزه کې د روانو جګړو یو انځور

د ترکیې ولسمشر که څه هم د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې حمله وغندله خو وروسته یې حماس د آزادۍ لپاره د جنګیالیو ډله وبلله.

د بیان له مخې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې دوی ټول باید د برمته وو د خوشې کېدو او د سیمې کچې ته د دې بحران د غځېدو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

بیان زیاتوي چې اردوغان او شتاین مایر د ملکي وګړو د خونديتوب او غزې ته د بېړنیو بشری مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

بل خوا په داسې حال کې چې په غزه کې د حماس د افراطي ډلې پرضد د اسراییل پوځي عملیات روان دي ملګري ملتونه وايي چې غزې ته د بشري مرستو رسول د سونګ موادو د کمښت او د مخابراتي شبکو د شنډېدو له کبله ځنډېدلي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې له دې سره په سیمه کې د زرګونه بې کوره او وږیو فلسطینیانو کړاو لاپسې زیاتېږي. د م. م اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي بېګا وویل چې د خوړو او نورو اړتیا وړ توکو د نشتوالي له کبله ملکي وګړي د سمدستي قحطۍ له احتمال سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د جګړې اوومه اوونۍ پیلېږي، د نړیوالو موسسو چارواکي وايي، د غزې پر اوسېدونکو چې شمېر یې ۲،۳ میلیون ته رسېږي د دې بحران یو نوی وېروونکی پړاو راروان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG