د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

په غزه کې د اوربند د غوښتنو زیاتوالی او د حماس پر ځپلو د اسراییل ټینګار


غزه کې یو شمېر جګړه ځپلي
غزه کې یو شمېر جګړه ځپلي

پر غزه تېره شپه او نن هم د حماس افراطي ډلې خلاف د اسراییل حملې دوام لري او ورسره د اوربند غوښتنې زیاتې شوې دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اوربند په باب د نړیوالو د غوښتنې د زیاتېدو په ځواب کې یو وار بیا وویل، چې د حماس ډلې په وړاندې به، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه پېژندلې، د اسراییل جګړه په شدت دوام کوي.

نتنیاهو په خپله وینا کې پرون شنبه وویل، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې ټول ۲۳۹ یرغمل شوي کسان د حماس ډلې له بنده خوشې شي.

اسراییل د حماس ډلې پر خلاف پر غزه خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په خپلو حملو سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ نور کسان یرغمل کړل.

د غزې د روان وضعیت یوه ټپې شوې نجلۍ
د غزې د روان وضعیت یوه ټپې شوې نجلۍ

اسوشېټېډ پریس خبري ژانس د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ویلي، چې تر اوسه د اسراییل په حملو کې تر ۱۱زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل چې پر غزه د حماس د ۱۶ کلنې واکمنۍ او د دې ډلې د پوځي وړتیا د ختمېدو ژمنه کړې ده، تور یې لګولی چې د زیاتې مرګ ژوبلې مسوول دغه افراطي ډله ده، چې له کبله یې ۲ ملیونه او درې لکه فلسطینیان په دې محاصره شوي ښار کې بند دي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اسراییل جګړه شپږمې اوونۍ ته رسېدلې پر اسراییل د هغه د نږدې متحد، د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي.

د اسلامي او عرب هېوادونو رهبرانو هم پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خپلې غونډې پر مهال په غزه کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې شا و خوا درې سوه زره فلسطیني پلوه مظاهره چیان پرون په لندن کې لارو سړکونو ته په اعتراض راووتل او د اوربند غوښتنه یې وکړه.

د بېلابېلو هېوادونو خلکو لاریونونه کړي او غزه کې د اوربند غوښتنه لري
د بېلابېلو هېوادونو خلکو لاریونونه کړي او غزه کې د اوربند غوښتنه لري

دا له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې، په لندن کې تر ټولو پراخ لاریون ګڼل کېږي.

په غزه کې ځايي اوسېدونکو تېره شپه د سختو هوايي حملو او د توغندیو د ډزو راپور ورکړی دی او د شفا په نوم د یوه روغتون شا و خوا هم ویشتل شوي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، اسراییل د شواهدو له وړاندې کولو پرته حماس ډله تورنه کړې، چې په دې روغتون کې دننه او تر هغې لاندې د سوق او ادارې مرکز لري، هغه تور چې حماس ډلې او د روغتون کارکوونکو رد کړی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، د هغو لومړنیو راپورونو په باب سخته اندېښنه لري، چې اسراییل په غزه کې د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو، چې فلسطینیانو په کې پناه اخیستې وه، حمله کړې ده.

دغې ادارې پرون ناوخته ویلي، په دې پېښه کې ګڼ کسان وژل شوي، یا هم ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG