د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه؛ غزه کې د اسراییلو جګړه وغندل شوه


سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه
سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه

د عرب هېوادونو او ایران رهبرانو پرون شنبه (د نومبر ۱۱مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د عربي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان په بېړنۍ غونډه کې په غزې تړانګه کې د اسراییل روان اقدامات وغندل.

د حماس افراطي ډلې پر خلاف چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه په خپل فهرست کې شامله کړې، د اسراییل جګړې، نورو هېوادونو ته هم د شخړې د لمن خپرېدو په باب اندېښنې زیاتې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه داسې وخت کېږي چې لومړی د حماس افراطي ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل خونړۍ حمله وکړه او شا و خوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل، چې زیات یې ملکیان وو او تر ۲۰۰ زیات نور یې یرغمل کړل.

د افراطي ډلې حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت بیا وايي، د اسراییل د څه باندې یوې میاشتې په هوايي او ځمکنیو حملو کې تر ۱۱زره ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکیان او ماشومان دي، خو دغه شمېرې په خپلواک ډول تایید شوي نه دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان پرون شنبه د دې غونډې له پیلېدو سره وویل، د دې غونډې کوربه سعودي عربستان، د اسرائیل چارواکي د ده په ټکو د فلسطین د خلکو پر خلاف د جنایاتو مسوول ګڼي.

د غونډې یو شمېر ګډونوال
د غونډې یو شمېر ګډونوال

محمد بن سلمان په غزې تړانګه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییل د اقداماتو په باب وویل، سعودي ډاډه دی، چې په سیمه کې د امنیت، سولې او ثبات تضمین د اشغال، محاصرې او د ښارګوټو جوړولو ختمول دي.

د جرمني خبري اژانس وايي، محمد بن سلمان په مارچ میاشت کې له ایران سره د ریاض د اړیکو تر عادي کېدو وروسته پرون په خپله لومړۍ کتنه کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره وکتل.

په هغه تصویر کې د سعوودي عربستان رسمي خبري اژانس په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې خپور کړی، محمد بن سلمان او ابراهیم رئیسي ښکاري، چې د غزې تړانګې په اړه د جوړې شوې سرمشریزې په څنډه کې سره ناست دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، له عربستان سره د اړیکو تر عادي کېدو وروسته ریاض ته په خپل لومړي سفر کې ویلي، چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییل پوځ په غزه کې د هغوی د کړنو له کبله د یوه تروریستي سازمان په توګه وپېژني.

د جرمني خبري اژانس لیکلي، د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم په ریاض کې د عرب هېوادونو او اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې په غزه کې د افراطي ډلې حماس په وړاندې د اسراییل د جګړې په تړاو د خبرو پر ځای د عمل غوښتنه وکړه.

غزه کې د روان وضعیت یوه څنډه
غزه کې د روان وضعیت یوه څنډه

عربي اتحادیې په ۲۰۱۱م کال کې د بشارالاسد د رژیم له خوا د اعتراضونو تر خونړۍ ځپنې وروسته چې د کورنۍ جګړې سبب شول، د سوریې غړیتوب ځنډولی و، خو تر لسو کلونو وروسته یې بېرته دا غړیتوب ورکړ او اسد تر لسو کلونو وروسته د لومړي وار لپاره د دې اتحادیې په غونډه کې برخه واخیسته.

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، اسراییل وايي چې د حماس افراطي ډلې د نابودۍ تکل یې کړی او دغه ډله یې د زیاتې مرګ ژوبلې سبب بللې ده.

اسراییل تور لګوي، چې جنګي ډله حماس، له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي، هغه تور چې د حماس افراطي ډله یې ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG