د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

هالیوي: له غزې به د اسراییلي ځواکونو پوځي عملیات نورو سیمو ته وغځول شي


اسراییلي ځواکونه د غزې یوه سیمه کې د عملیاتو پر مهال
اسراییلي ځواکونه د غزې یوه سیمه کې د عملیاتو پر مهال

د اسراییل لوی درستیز ویلي، له غزې تړانګې څخه به د اسراییلي ځواکونو پوځي عملیات نورو سیمو ته وغځول شي.

د اسراییل د دفاعي ځواکونو لوی درستیز هرزي هالیوي پرون پنجشنبه له غزې تړانګې نورو سیمو ته د اسراییلي ځواکونو د روانو پوځي عملیاتو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د جرمني خبري اژانس په حواله، هغه ویلي: "موږ د غزې تړانګې په شمال کې د پوځي نظام شنډولو ته نږدې شوي یو."

د اسراییل د دفاعي ځواکونو لوی درستیز پرون په غزه کې د خپلو پوځیانو د کتنې پر مهال زیاته کړې چې د دوی پوځي عملیات به په نورو سیمو کې هم دوام کوي.

هرزي هالیوي ویلي، د فلسطینیانو د حماس ډلې قوماندانان باید په سیستماتیک ډول نابود او زېربناوې یې ویجاړې کړای شي.

د هغه په وینا، د دې کار لپاره باید نورې سیمې هم د پوځي عملیاتو له کبله په نښه شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني.

په وروستیو اوونیو کې د اسراییل پلیو ځواکونو د غزې تړانګې پر شمالي برخه تمرکز کړی دی، خو اټکل کېږي چې دغه عملیات د غزې د جنوب هغو ساحو ته هم وغځول شي چې له وړاندې ورباندې هوايي حملې شوې دي.

اټکل شوی چې د پوځي عملیاتو پراخوالی به په غزه کې بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د غزې د ۲ ملیونه او ۲ لکه اوسېدونکو له ډلې یو میلیون او ۶لکه یې د جګړو له کبله نورو سیمو ته کډه شوي دي.

زیات بېځایه شوي وروسته له هغې د غزې په جنوب کې ځای پر ځای شول چې د اسراییل پوځ د غزې د شمال له اوسېدونکو وغوښتل چې له سیمې ووځي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځیانو د غزې تړانګې په عمده روغتون کې په حماس ډلې پسې خونه په خونه تالاشي کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې نن هم په غزه کې د ټلیفون او انټرنېټ د خدماتو بندېدو، د هغو ملکي فلسطینیانو په باب اندېښنې زیاتې کړي چې په دې ودانۍ کې دننه راګیر پاتې دي.

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځیانو تېره چهارشنبه د غزې په شمال کې پر الشفا روغتون یرغل وروړ، دغه روغتون د اسراییل د پوځي عملیاتو د تمرکز په عمده ساحه بدل شوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، حماس ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، په دې ودانۍ کې د سوق او ادارې مرکز لري.

نن هم د انرژۍ او تېلو د نه اکمالېدو له کبله په غزه تړانګه کې مخابراتي خدمات په ټپه ولاړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG