د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

غزه کې د الشفا روغتون مخې ته جګړه؛ زرګونه کسان له دې روغتونه تښتېدلي


د الشفا روغتون یوه څنډه
د الشفا روغتون یوه څنډه

د غزې د تړانګې د لوی مرکزي روغتون مخې ته د حماس افراطي ډلې د جنګیالیو او اسراییلي سرتېرو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د غزې د تړانګې د لوی مرکزي روغتون الشفا مخې ته د اسراییلي ځواکونو او د حماس ډلې د جنګیالیو ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته زرګونه کسان له دې روغتون څخه تښتېدلي، خو تراوسه هم سلګونه ناروغان او د جګړو له کبله بېځایه شوي خلک هلته پاتې دي.

اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې وايي، په ناروغانو کې کوچني ماشومان هم شته چې د برښنا د نشتوالي له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال د سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې الشفا روغتون له درېیو ورځو راهیسې برښنا او اوبه نه لري او د روغتون له ودانۍ بهر د ډزو او چاودنو غږونه وضعیت لا خرابوي.

نوموړي پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له بده مرغه دا روغتون نور نو د یوه روغتون په توګه کار نه ورکوي.

په غزه کې د جګړې له پیل وروسته د دې تړانګې د ۲،۳ میلیون له درېیو دوه برخې وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.

د غزې مرکز چې د دې قلمرو تر ټولو لویه ښاري برخه جوړوي، د اسراییلو د پوځي عملیاتو مهم هدف دی.

اسراییل غواړي چې حماس ډله پر خپل قلمرو د اکټوبر د اوومې د حملو په ځواب کې وځپي.

په دې حمله کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور د حماس ډلې د جنګیالیو له خوا برمته شول او غزې ته ولېږدول شول.

د غزې د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیله تراوسه له ۱۱ زرو زیات فلسطینیان چې له درېیو، دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوي دي.

د دې وزارت چارواکو نه ده روښانه کړې چې په وژل شویو کې څومره ملکي وګړي او څومره د حماس وسله وال وو.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن پرون خبریالانو ته وویل چې په غزه کې د اوربند د اعلانولو لپاره د نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي او زیاته یې کړه چې د فشارونو د لا زیاتېدو په صورت کې اسراییل بیا هم د پوځي عملیاتو لپاره دوه، درې اوونۍ وخت لري مګر هغه وروسته د ورځې په پای کې پر ټویټر په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې اسراییل به په غزه کې جګړې ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG