د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د غزې په تر ټولو لوی روغتون کې د اسراییلي ځواکونو عملیات او غبرګونونه


اسراییلي ځواکونه په الشفا روغتون کې
اسراییلي ځواکونه په الشفا روغتون کې

د الشفا په نوم د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون دا مهال د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو اصلي هدف ګرځیدلی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې پرون چهارشنبه اسراییلي سرتېري دغه روغتون ته چې زرګونه ملکیان په کې بند پاته دي، ننوتلي او د هغه تهکاوۍ او خونې یې پلټلي دي.

عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې اسراییلي سرتیرو په روغتون کې د حماس سخت دریځو پلټنه کوله، هغه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پيژني.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارتیڼ ګریفیتس د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د تاوتریخوالي په سملاسي کمېدو ټینګار وکړ او ویې ویل:

" وسلې غلې او جګړه ودروی چې خلک وتوانیږي په خوندي بڼه له خپلو سیمو ووځي. دا کار تر هغه وخته چې ممکن دی ترسره کړئ."

اسراییلي چارواکو ویلي چې ځواکونو یې په روغتون کې "نا پيژنده وسلې" او د "وحشت ځایونه" موندلي.

اسراییلي ځواکونو په روغتون کې د وسلو او مهماتو د موندلو ادعا کړې ده
اسراییلي ځواکونو په روغتون کې د وسلو او مهماتو د موندلو ادعا کړې ده

د دوی په وینا، د روغتون دننه هیڅ ډول جګړه او له ملکیانو، ناروغانو او د روغتون له کارکوونکو سره زورزیاتی نه دی شوی.

د اسراییلو صدر اعظم بینیمین نتنیاهو پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، غزه کې هیڅ داسې ځای نه شته چې دوی ورته رسیدلي نه وي.

اعلامیه کې راغلي، د حماس سخت دریځې ډلې غړي هیڅ ځای کې پټیدلی نه شي او اسراییل به خپل برمته شوي وګړي د دوی له منګولو ژغوري.

رویټرز د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې د روغتون د پلټنې پر مهال وقفه یي ډزې شوي، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

فرانس پریس اژانس په غزه کې د یوه ژورنالېست په حواله لیکلي چې اسراییلي پوځیان تېره شپه بیرته له روغتونه وتلي او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، د روغتون دننه داسې شواهد موندل شوي چې ښيي حماس سخت دریځې ډلې له دغه ځایه د جنګي مرکز په توګه کار اخیسته.

اسراییلو وروسته تر هغه پر غزې تړانګه بریدونه پيل کړل چې حماس سخت درځو د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر واک لاندې ده، د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۳۲۰ ته رسیدلی چې نژدې ۸ زره یې ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او بېلابېلو بشري ادارو په غزه کې بشري ناورین د اندیښنې وړ بللی او ویلې یې دي، د غزې په هرو ۴ روغتیایي مرکزونو کې درې هغه یې له فعالیته غورځیدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG