د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

فوربس: په دوو کلونو کې لا هم د نجونو تعلیم منع دی


ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. په دې ښوونځي او په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. په دې ښوونځي او په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.

فوربس:

امریکايي مجلې فوربس په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونو ته په اشارې سره لیکلي چې په دوو کلونو کې لا هم د نجونو تعلیم منع دی.

فوربس مجلې د ۱۹ کلنې سمیه فاروقي د برخلیک په اړه لیکلي، چې دوه کاله وړاندې له نهو نورو نجونو سره د روباټیک سیالۍ لپاره له هراته پلازمېنې کابل ته تللې وه او ناڅاپه یې د کابل په منځ کې ځان داسې حال کې ایسار وموند چې طالبان یو وار بیا افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د فوربس په وینا، سمیې فاروقي هیڅکله فکر نه کاوه چې دا به د یو داسې سفر پیل وي چې هغه به له خپل هېواد څخه وباسي او د تل لپاره به یې ژوند بدل کړي.

سمیه د کابل هوايي ډګر ته له نورو زرګونو کسانو سره د تګ هغه صحنې یادوي، چې وسله‌وال کسان په کوڅو کې ګرځي، د ورکو ماشومانو میندې او پلرونه ژاړي.

فوربس مجله زیاتوي چې سمیه د افغان نجونو د روباټیک ټیم د کپتانې په توګه په افغانستان کې خلکو پېژندله او دا ټیم د هغو نجونو یوه روښانه بېلګه ده چې په ساینس، ټکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي کې لاسته راوړنې درلودې، خو په داسې حال کې له خپل وطن وتښتېدې چې نور ورته خوندي ځای نه وو پاتې.

فوربس د سمیه فاروقي له قوله لیکي چې په افغانستان کې د نجونو وضعیت له درک پورته دی.

نجونې ښوونځیو، جیمونو او پارکونو ته له ورتګ منع دي، دوی ته د هیڅ کار اجازه نه ورکول کېږي او یوازې په کور کې پاتې دي.

د سمیې په خبره، د نجونو رواني روغتيا د اندېښنې وړ ده او د هغوى په منځ کې خپګان پراخ شوى، د نجونو په منځ کې د ځان وژنې کچه لوړه شوې چې د هغې په وينا دا يوه خواشينونکې خبره ده.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر امریکایۍ محافظه کاره خپرونې، د طالبانو په لاس د کابل د نسکورېدو د دوه کلنېدو په مناسبت لیکلي چې تېره سې شنبه له افغانستانه د امریکا د را وتلو د دوه کلنېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو په مناسبت د یادښت د مراسمو موقع له لاسه ووتله.

د واشنګټن ایګزامینر په لیکنه، پر ځای یې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اقلیمي بدلونو او د خپل اقتصادي پلان په اړه د وینا لپاره میلواکي ته سفر وکړ.

د خپرونې په لیکنه د چهارشنبې په ورځ کله، چې د سپینې ماڼۍ له چارواکو وپوښتل شول چې ولسمشر بایډن ولې د افغانستان په اړه وینا ونه کړه واشنګټن ایګزامینر ته ویل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دوه کلنۍ کلیزه د همدې میاشتې په پای کې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG