د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د افغان نجونو پر زده‌کړو د بنديز د دوام په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


يو شمېر نجونوې زده‌کوونکې
يو شمېر نجونوې زده‌کوونکې

یو شمېر خبري رسنیو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل ته پام اړولی، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نه ځي.

ډجیټل ژورنال:

ډجیټل ژورنال د کال په لومړۍ ورځ او د تعلیمي کال په پیل کې دوې ستونزې یادوي.

لومړی دا چې پخوا به د کال په لومړۍ نېټه د نوروز په خاطر ښوونځي تړلي وو او د وري په دوهمه ورځ به ښوونځي پرانیستل کېدل.

دوهم دا چې د طالبانو د پوهنې وزارت د وري یا حمل په لومړۍ نېټه د ښوونځیو د پرانيستل کېدو په اړه پر وخت معلومات ور نه‌کړل او دا چې په دې ورځ ښوونځي پرانیستي وو خو بیا هم درس په‌کې نه و.

خپرونې د فرانسې خبري اژانس له راپور د معلوماتو پر اساس لیکلي چې، خبریالان یې د حمل په لومړۍ ورځ ښوونځیو ته ورغلل او د تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې یې چې په اماني لېسه کې ترسره شوه، ګډون وکړ.

هغوی ویلي، د ګوتو په شمار زده‌کوونکي ښوونځيو ته تللي وو او تر شپږم ټولګي پورته نجونې ډېرې ناهیلې وې چې طالبانو لا هم د زده‌کړو له حقه محرومې ساتلې دي.

د خپرونې په وینا د سلګونو زرو افغان نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړل شوې دي.

د صدف حيدري په نوم يوې پنځلس کلنې نجلۍ خپرونې ته ویلي چې، طالبانو هر څه ورڅخه اخيستي دي.

حیدري چې د کابل اوسېدونکې ده او سږ کال یې باید ۱۱م ټولګی پیل کړی وای، وايي ډېره خوابدې او غمجنه ده.

برټيش مډيکل ژورنال:

برټيش مډيکل ژورنال ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بنديز او د راتلونکي لپاره د دوی د هیلو د له منځه تللو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د خپرونې په وینا اوس چې نجونو د راتلونکي لپاره هیلې له لاسه ورکړي، په افغانستان کې ټول حیاتي اړخونه نامعلوم لور ته روان دي.

د خپرونې په وینا هغه ښځې چې له کار او زده‌کړو بې‌برخې دي، بېرته هغه وخت ته ستنیږي چې یوازې يې په دوو ځایونو کې يې ځای درلود، په پښتو اصطلاح کې (کور یا ګور).

د خپرونې په وینا، که ښځې په کور کې پاتې شي، د کورني تاوتریخوالي احتمال به زیات شي او د قبرونو شمېر به زیات شي، ځکه ښځې به د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو مري او د درملنې لپاره به ښځینه ډاکټرانې ونه‌لري.

د خپرونې په وینا روغتیايي کارپوهانو ویلي، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د خپرونې په وینا پر دې سربېره په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو له کار کولو بې‌برخې کېدو له کبله هغوی د ژوند سرچینې له لاسه ورکوي.

د برتانیه طبي ژورنال:

د برتانیې د طبي ژورنال په وینا، د ښځو او نجونو له زده‌کړو او کاره منع کول یو بل ناورین دی چې له څلورو لسیزو جګړو وروسته پر دې هېواد اغېزه کوي.

د خپرونې په وینا، له همدې کبله به بشري ناورین پراختیا ومومي او د هرې افغانې مېرمنې هیله اوس له منځه تللې او تر پښو لاندې شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG