د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ګارډین: افغانان په تېره ښځې او نجونې له یوه نوي تیاره حقیقت سره مخامخ دي


د طالبانو د قیوداتو پر وړاندې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - ارشیف
د طالبانو د قیوداتو پر وړاندې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - ارشیف

د لوېدیځ ډېری ورځپاڼو او خپرونو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د دوهمې کلیزې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په کابل کې د اسټرالیا د پخوانۍ سفیرې نیکولا ګورډن سمیت په قلم په لیکلي مطلب کې چې عنوان یې دی خپلې دروازې د افغانستان پرمخ مه بندوئ لیکلي: په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ د دوو کلونو له اوښتو وروسته انټرنېټ چې له دې هېواد سره د نړیوالو د ملاتړ د ټینګولو لپاره مهم دی، کمزوری شوی، خو ورځپاڼه زیاتوي چې د افغانستان خلک د تماس ساتنې او خپلو ټولو هیلو ته د رسېدو لیاقت لري.

لیکواله زیاتوي، د افغانستان خلک په تېره ښځې او نجونې اوس، د خپل ژوند له یوه نوي تیاره حقیقت سره مخامخ دي چې هر څه طالبان ورته ټاکي او دوی د لوېدیځ په ملاتړ د تېرو شلو کلونو د کمزورې ډیموکراسۍ له آزادیو څخه بې برخې شوې دي.

د ګارډین په مطلب کې راغلي چې افغان مېرمنې له ساده بشري مرستو هاخوا د پانګونو، ورځنیو خدماتو، او اقتصادي ودې په برخو کې نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

ګلوب اینډ مېل:

د کاناډا چاپ ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته یو شمېر افغانان چې په افغانستان کې یې د کاناډا له پوځ سره مرسته کړې وه، اوس هم بې برخلیکه پاتې دي.

ورځپاڼې د کاناډايي ځواکونو د یوه پخواني ژباړونکي کیسه نقل کړې چې کاناډا ته د رسېدو لپاره له یوه کال راهیسې، له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په یوه هوټل کې د انتظار شپې ورځې تېروي.

نوموړي ګلوب اینډ مېل ته ویلي چې دی ډېر وخت په خپله خونه کې تېروي ځکه په پاکستان کې د سیاسي پناه غوښتونکي حیثیت نه لري او ماشومان یې هم نه شي کولای ښوونځي ته ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې دا کورنۍ د ناامېدۍ او خپګان ژوند تېروي، خو بیا هم افغانستان ته د ستنېدو نیت نه لري.

ټلګراف:

خو ټلګراف ورځپاڼې بیا د ښځو د حقونو د فعالې او د میدان وردګو د مرکز میدان ښار د پخواني ښاروالې ظریفې غفاري هغه وینا د خپل مطلب سرلیک ته راوستې ده چې وايي طالبان هره ورځ دا په مرګ ګواښي خو مېرمن غفاري وايي چې دا د هغو مېرمنو لپاره ډارېږي چې نه شي کولای له افغانستانه ووځي.

د نوموړې په وینا طالبان هره ورځ دا ګواښي او حتی له دې مرکې یوه ورځ مخکې یې هم ورته ویلي وو چې په دې پسې به ورشي.

ظریفې غفاري د طالبانو د واکمنۍ د دوهمې کلیزې په مناسبت ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په هېڅ ځای کې ځان خوندي نه شي احساسولای او مېړه یې باید په هرځای کې ورسره وي.

نوموړې زیاتوي چې طالبان له شکنجې او نیولو څخه د ښځو د ځورولو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

ظریفه غفاري په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال چې ۲۳ کلنه وه د میدان ښار د ښاروالې په توګه غوره شوه او کله چې په افغانستان کې وه، درې ځلې یې د وژنې ناکامې هڅې وشوې او په یوه برید کې یې پلار ووژل شو.

ټلګراف ورځپاڼه لیکي چې مېرمن غفاري یوه له هغو شاوخوا ۱،۶ میلیون افغانانو ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خپل هېواده وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG