د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

انډیپنډنټ: په افغانستان کې د تعلیم د خپراوي رضاکاران وېره احساسوي


د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا چې تېره اوونۍ کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا چې تېره اوونۍ کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

انډیپنډنټ:

د بریتانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو له لوري د تعلیم د ترویج د افغان فعال مطیع الله ویسا له نیول کېدو وروسته د تعلیم د خپراوي رضاکاران وېره احساسوي.

ورځپاڼه وايي چې د قلم لارې د ناحکومتي ټولنې د مشر ویسا له نیول کېدو وروسته د تعلیم د څه باندې ۳ زره رضاکارو په منځ کې وېره خپره شوې ده.

مطیع الله ویسا چې د زده کړو د ترویج لپاره ګرځنده کتابتون او ګرځنده ښوونځي تاسیس کړي، د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د طالبانو له لوري ونیول شو.

ورځپاڼه وايي، ویسا تازه په جومات کې د لمونځ له ادا کولو وروسته کور ته تللی و چې طالبانو یې پر کور چاپه واچوله، لاسونه یې وروتړل او له ځان سره یې بوته.

د ویسا مشر ورور عطاالله ویسا ویلي چې طالبان اوس په ده پسې ګرځي چې ویې نیسي.

ده د ټیلفون له لارې انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، طالب وسله وال د سې شنبې په ورځ د دوی کور ته ورغلل، خو له ښه مرغه په کور کې نه و.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي چې د بشري حقونو د مدافعانو له نیولو او شکنجې لاس واخلي.

دې کمېټې په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو او د زده‌کړو د فعالانو رسول عبدي او مطیع‌الله ویسا نیولو او دغه شان د عالیې عزیزي، نرګس سادات او الهې دلاورزۍ تري ‌تم کېدو ته په اشارې لیکلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو شکنجه، ګواښل او نیول ورځ تر بلې زیاتېږي.

د عربي خلیج انسټېټوټ:

په واشنګټن کې د عربي خلیج انسټېټوټ په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د ایران قدس ځواک هڅه کوي د افغانستان په اړه د ایران په پالیسۍ کې انډول راولي.

په دې لیکنه کې راغلي، په ۲۰۰۸ م کال د ایران د هماغه مهال د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پیټرایس ته په یوه پیغام کې لیکلي و: "باید پوی شې چې د عراق، لبنان، غزې او افغانستان په اړه د ایران پالیسي کنټرولوم."

هماغه مهال حسن کاظمي قُمي چې د سپاه پاسداران پلوی و، په عراق کې د ایران د سفیر په توګه کار کاوه، خو په مستقیم ډول یې سلیماني ته راپور وړاندې کاوه.

په واشنګټن کې د عربي خلیج انسټېټوټ د خپلې خپرونې په لیکنه کې زیاتوي، د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران استازی وګومارل شو، او د ۲۰۲۲ له ډسمبر څخه په کابل کې د ایران د سفیر په توګه دنده لري.

نوموړی به په عراق کې د خپلې پخوانۍ دندې په شان د بهرنیو چارو وزارت پر ځای اوس هم د قدس ځواک قوماندان ته راپور ورکوي، خو له دې پرته داسې ښکاري چې نوموړی به د طالبانو له رژیم او په افغانستان کې له شیعه لږکیو سره په اړیکو کې د انډول په رعایتولو کې له خورا ستونزو سره مخامخ وي.

د مارچ په ۱۹ مه د حسن کاظمي قُمي په مشرۍ ایراني پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل او هغه ته یې وویل چې ایران لېواله دی چې د افغانستان د کرنیز سیکتور د ودې لپاره د دغه هېواد کرنیز محصولات رانیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG