د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د هیل:

اوس د دې وخت دی چې د ایلن مسک سټارلینک په افغانستان کې ښځې وژغوري، مارک ویټینګټن تر دې سرلیک لاندې په دهیل ورځپاڼه کې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د هیل لیکي، د ایلن مسک د میلیاردونو ډالرو د سټارلینک شبکه چې له فضا انټرنېټ، غږیز او لیکلي پیغامونه په مستقیم ډول ځمکې ته مخابره کوي، له یو بل سره یې د خلکو د اړیکو بڼه بدله کړې ده.

د امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د سپس ایکس توغندي له ۲۰۱۹ کال راهیسې فضا ته د سټارلینک سپوږمکیو استول پیل کړي چې اوس یې د انټرنېټي سپوږمکیو دا مجموعه، د نړۍ ۴۶ هېوادونو ته د سټلایټ له لارې انټرنېټي خدمات وړاندې کوي.

د دهیل په لیکنه دا سیستم پر هغو هېوادونو هم اغېز لري چې په جګړو کې ښکېل شوي، د بېلګې په توګه سټارلینک د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کې له فضا دغه خدمات اوکراین ته وړاندې کوي چې هغه د دې هېواد لپاره یوه مهمه وسله ده.

د ورځپاڼې په لیکنه دا شبکه همدارنګه د فضایي مخابراتي سیستم پر مټ له ایرانیانو سره هم د استبدادي رژیم په وړاندې مقاومت سره مرسته کوي.

د لیکوال په باور اوس په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت د دې غوښتنه کوي چې سټارلینک دې هېواد ته هم انټرنېټي خدمات وغځوي. هغه هېواد ته چې اوس پرې تندلاري طالبان واکمن دي.

د هیل لیکي، ښځې له افغانستانه په بیړه د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کې ډېرې اغېزمنې شوي دي.

طالبانو ښځې له زده کړو منع کړي او د خپرونې په وینا تر شاه یې هم ښایي دا نظریه پرته وي چې که ښځې لوستې وي، هغوی ډېرې سرکشې کېږي.

د هیل لیکي، د افغان ښځو لپاره د انلاین زده کړو د سیستم د رامنځته کولو پر وړاندې یو له عمده خنډونو څخه د هېواد په کلیوالو سیمو کې د انټرنېټ نشتوالی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې لپاره چې کلیوالي سیمې انټرنېټ ته لاسرسی ولري، د سټارلینک سیستم په ښه توګه دغه ستونزه هوارولی شي.

د دهیل په لیکنه دا سیستم کولای شي ټول افغانستان پر انلاین ښوونځي بدل کړي چې طالبانو ته به که دا ناممکنه نه وي چې مخه یې ونیسي خو ورته به ډېره ګرانه وي چې دا کار وکړي.

ایروراشیا ریویو:

ایروراشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې د عبدالواسع صافي په نوم د یوه پخواني افغان پوځي وضعیت ته کتنه کړې او هغه یې په افغانستان کې د بایډن د ادارې د ماتې یوه بېلګه بللې ده.

د خپرونې په لیکنه ۲۷ کلن صافی چې تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د استخباراتو د یوه افسر په توګه کار کاوه، د همدې کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او پر دې هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دې هېواده وتښتېد.

صافي په دې هیله هېواد پرېښود چې په امریکا کې له خپل ورور سره چې هغه هم د امریکا له پوځ سره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې او له مخکې په متحدو ایالتونو کې مېشت شوی و، یوځای شي خو د خپرونې په لیکنه متحدو ایالتونو ته په دغه سفر کې نوموړي خپل ځان د تکزاس ایالت په یوه توقیف ځای کې وموند.

هغه له مکسیکو متحدو ایالتونوته په غیرقانوني توګه د ننوتو د هڅې په تور څو میاشتې په توقیف کې تېرې کړې.

د ایرو ایشیا ریویو په لیکنه، د څو میاشتو تبلیغاتو او د هغه د خوشې کولو لپاره د کانګرس د دواړه ګوندونو د هڅو په نتیجه کې صافي تېره اونۍ له توقیف څخه ووت او پرې لګول شوي جنایي تورونه لیرې شول.

ایرو ایشیا ریویو لیکي، د صافي ورور سمیع صافي چې د هغه د پناه غوښتنې د لګښتونو لپاره د بسپنې راټولو هڅې پیل کړي، پر سپینې ماڼۍ انتقاد کړی چې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې.

هغه لیکلي، کله چې ولسمشر بایډن له افغانستانه ټول ځواکونه وایستل ژمنه یې وکړه چې هیڅوک به تر شا پرېنږدي، خو د ده په باور ډېرو هغو کسانو چې خپل ژوند یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې له امریکایي ځواکونو د ملاتړ په خاطر له خطر سره مخامخ کړی یوازې پرېښودل شوي دي.

د هغه په خبره د هیرو شویو او پرېښودل شویو کسانو له ډلې یو هم د ده ورور و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG