د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

رسنۍ: طالبان د حکومت کولو برخه کې ستونزې لري او په نړیواله کچه منزوي دي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما اعلامیې ته په پام لیکلي چې په افغانستان کې يې د نجونو پر زده کړو بندیز د شرم وړ عمل بللی دی.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز د یوه کال بشپړېدو په مناسبت د طالبانو له حکومته یو ځل بیا غوښتي چې د نجونو ښوونځي دې پرانېزي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د زده کړو په ګډون پر اساسي ازادیو بندیزونه په دوامداره توګه اندېښمنونکي دي او دا به د بې وزلۍ، پراخې ناامنۍ او انزوا په بڼه د افغانستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

خپرونې لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان یو ځل بیا واک ته رسېدلي، د حکومت کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او په نړیواله کچه منزوي دي.

وروسته راغلي چې اقتصادي ستونزو میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ کړي دي.

دي وایر:

دي وایر خپرونې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: 'نمک حرام': د افغانانو پر وړاندې پاکستانۍ کرکه د کرکټ تر میدانه نه ده محدوده.

د مقالې په پیل کې لولو چې د اسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې د پاکستان او افغانستان د لوبې پر مهال بدرنګه پېښې تر سترګو شوې.

په دې لوبه کې چې پاکستان وګټله، د افغان بالر او پاکستاني توپوهونکي تر منځ قهرجن وضعیت تر سترګو شو.

خو په مقاله کې راغلي، کله چې لوبه پای ته ورسېده، افغان نندارچیانو پر پاکستاني کرکټ مینه والو څوکۍ وویشتې او وروسته پر ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د کرکټ پاکستاني مینه والو افغانانو ته پیغورونه ورکول او په افغانستان کې يې د طالبانو په ملاتړ نارې وهلې.

په همدې مقاله کې د کډوالو ښارونه په نوم یوه کتاب یادونه هم شوې چې برتانوۍ پاکستانۍ لیکوالې ثنا علیمیه لیکلی دی.

د مقالې په وینا په دې کتاب کې راغلي چې د تېرو څلوېښتو کلونو پر مهال افغانانو څه ډول د پاکستان ښارونه بدل کړل.

وروسته راغلي چې علیمیه په دې کتاب کې د پاکستاني رسنیو د انځور برعکس چې ګواکې افغان کډوال تر ډېره جرمونه کوي او اسانه ژوند لري، په ښارونو کې د افغانانو ژوند ته کتلي چې د رغونې لپاره له مزدورۍ نیولې تر کوچنیو سوداګریو لکه ناوایانې، قصابي او د خوړو دوکانونه کوي او په حقیقت کې افغانانو د پاکستان ښارونه جوړ کړي او د دې هېواد په ښاري بدلون کې يې ونډه لرلې ده.

XS
SM
MD
LG