د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

سيګار: په نادولتي موسسو کې د طالبانو لاسوهنه د پام وړ ډېره شوې


طالب وسله وال
طالب وسله وال

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرپلټونکي اداره یا سیګار وایي، د نادولتي موسسو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه د پام وړ زیاته شوې ده.

سیګار وایي، په افغانستان کې د خوراکي موادو د وېش په یوه پروګرام کې د طالبانو د یوه وسله‌وال له‌خوا د هوایي ډزو وروستۍ پېښه د موسسو د ځورولو یوه بېلګه ده.

د سیګار په درې میاشتني راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو دغه راز راغلي، د نادولتي موسسو کارکوونکي د طالبانو د تالاشۍ په پاټکونو ځورول کېږي او هم طالبان دوی په عملیاتي چارو، پروژو او برنامو کې لاسوهنه کوي.

دا اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې همدا مهال د ملګروملتونو د راپورونو له مخې ۹۷ په سلو کې افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او دوی کې شاوخوا ۲۸ میلیونه داسې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي.

سیګار دغه راز ویلي، په افغانستان کې به روان ۲۰۲۳ کال کې څلور میلیونه کسان له شدیدۍ خوارځواکۍ څخه کړېږي چې دې ډله کې نږدې نهه لکه یې ماشومان دي.

د سیګار په راپور کې وړاندې راغلي، طالبان له مخکېنۍ خبرتیا پرته د موسسو دفترونو ته ننوځي او د هغوی د کاري پلانونو، بودجې، عملیاتو او کارکوونکو په اړه د معلوماتو دوامداره غوښتنې کوي.

د سیګار په وینا، طالبان دغه راز له موسسو څخه د پروژو په تصمیم نیونه او عملي کولو کې د زیاتې ونډې غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاندویانو ویلي چې د موسسو په چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په خبره یې ملګرو ملتونو ته یې هم کوم خنډ نه‌دی رامنځته کړی.

خو ملګرو ملتونو د هغوی پر ښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته د نږدې شپږ سوه ښځو په ګډون خپل ۳۳۰۰ کارکوونکي په کور کېنولي دي.

ارشیف: افغانستان کې د ډبلیو ایف پي له لوري بې وزلو سره د مرستو لپاره د ثبت او راجستر له بهیره یو انځور
ارشیف: افغانستان کې د ډبلیو ایف پي له لوري بې وزلو سره د مرستو لپاره د ثبت او راجستر له بهیره یو انځور

د سیګار په وینا، د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګروملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په احتمالي ډول د دې نښه ده چې طالبان به د مؤسسو په چارو کې خپلې مداخلې ته، چې د افغانانو په زیان هم ده، دوام ورکړي.

د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، ملګرو ملتونو هم سیګار ته ویلي چې د طالبانو کمزورې حکومتولۍ او د مرکزي او ولایتي چارواکو ترمنځ یې اختلافاتو بشري وضعیت ته د ځواب ورکونې چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو د ښځو د کار په اړه خپل دریځ کې د نړیوالو له پرله‌پسې غوښتنو او خبرداریو سره سره کوم نرمښت نه‌دی ښودلی.

هممهاله ملګرو ملتونو سیګار ته ویلي چې ممکن محدودیتونه نور هم ډېر شي.

د سیګار راپور داسې مهال خپرېږي چې تازه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د طالبانو له حضور پرته پای ته ورسېده او پر دې هدف جوړه شوې وه چې د افغانستان په ځانګړې توګه هلته د بشري وضعیت په اړه یو واحد دریځ رامنځته کړي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې له دې ستونزو سره سره لا هم امریکا د افغانانو ستره تمویلونکې پاتې شوې او د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې يې افغانستان ته دوه اعشاریه یو میلیارده ډالره پیسې لېږلي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، نه دوی او نه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت پوهېږي چې دا مهال طالبان د ملګروملتونو او نورو موسسو له فیسونو او نورو تادیاتو له اړخه څومره عواید ترلاسه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG