د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

نړيوالو سازمانونو په مؤسساتو کې د ښځو د کار مخنيوي پرېکړه بوږنوونکې بللې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو د ښځو د کار د ممانعت پرېکړه بوږنوونکې او له عواقبو ډکه بللې.

د دې ادارې د افغانستان څانګې په خپل ټویټري بیان کې پرون لیکلي چې، د ښځو د کار کولو پر حق باندې د طالبانو وروستی بندیز د بشردوستانه اصولو څخه سرغړونه ده او افغانان لا له یوه پراخ او ژور کړکېچ سره مخ کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې کورنیو او نړیوالو غیر دولتي موسسو ته امر کړی چې د خپلو ښځينه کار کوونکو کار تر بل امره پورې ودروي.

"موږ به دا ونه منو چې طالبان دې د ښځو ضد تګلارو په خاطر له بشري مرستو یوه لوبه جوړه کړي.

په دې مکتوب کې د دې پرېکړې علت د طالبانو د ګڼو نورو بندیزونو په څېر د موسسو د ښځینه کارکوونکو د حجاب نه رعایت یاد شوی دی.

دې پرېکړې ګڼ نور پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

له دې ډلې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک په یوه بیان کې ویلي چې، د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې د یوه نړیوال غبرګون لپاره هوډمنه ده.

هغې په خپل ټوېټر باندې په یوه بیان کې یکشنبه ویلي: "موږ به دا ونه منو چې طالبان دې د ښځو ضد تګلارو په خاطر له بشري مرستو یوه لوبه جوړه کړي. دوی نیمایي نفوس له بل اساسي حق څخه بې برخې کوي، د بشردوستانه اصولو څخه سرغړونه کوي او د خلکو حیاتي اړتیاوې په خطر کې اچوي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې: "هغه کسان چې ښځې او نجونې له کار، زده کړو او عامه ژوند څخه بې برخې کوي، نه یوازې دا چې هېواد یې ورانوي. بلکې د جنسیت پر بنسټ تبعیضي چلند هم د بشریت پر ضد جرم کېدای شي. موږ د نړیوالې ټولنې له‌خوا په دې تړاو د یوه سخته غبرګون لپاره متعهده یو."

موږ د نړیوالې ټولنې له خوا په دې تړاو د یوه سخته غبرګون لپاره متعهده یو."

یکشنبه ناوخته د اسلامي همکاریو سازمان او ای سي هم د ښځو د کار په اړه د طالبانو بندیز د سختې اندېښنې وړ بللی.

د دغه سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په طالب چارواکو غږ کړی چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او اجازه ورکړي چې اړینې بشري مرستې خلکو ته ورسیږي.

د او ای سي سرمنشي زیاته کړې چې د ښځو د کار بندیز نه یوازې د دوی د نفقې ګټلو مخه نیسي بلکې د بشري مرستو رسولو پروسه به سخته زیانمنه کړي.

د شنبې په ورځ ناوخته هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا حکم به ویجاړونکې پایلې ولري.

بلېنکن په خپل ټویټر لیکلي: "سخت اندېښمن یم چې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسوونکو ښځو د طالبانو بندیز به د ملیونونو خلکو لپاره حیاتي او ژوند ژغورونکې مرستې له خنډ سره مخ کړي."

هغه زیاته کړې: "دا پرېکړه د افغانانو لپاره ویجاړونکې کېدی شي."

تر بلېنکن وروسته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډکر هم ویلي طالبان څنګه ښځې او ماشومان له لوږې ژغورلی شي په داسې حال کې چې ښځې د مرستو د رسولو اجازه نه‌لري.

هغې ویلي، د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف مسوول ګرځوي.

اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د کرن ډکر د همدې ټوېټري بیان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، امریکايي چارواکې باید د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او دا چې موسسې د طالبانو د حکومت د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.

د طالبانو حکومت په وروستیو څو ورځو کې د ښځو د کار او تعلیم په اړه له سخت‌دریځۍ ډکې پرېکړې نیولي.

لومړی یې د ښځو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې او بیا یې زرګونه هغه ښځې له کاره منع کړې چې په غیر دولتي بهرنیو او کورنیو موسسو کې یې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG