د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ګوټېرېش د بشري مرستو رسولو چارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو رول اړین وباله


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په افغانستان کې د ښځو د کار کولو پر حق د محدودیتونو لرې کول، هغو میلیونونو اړمنو کسانو ته چې په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري، اړین بولي.

په افغانستان کې یو شمېر اړمنې مېرمنې وايي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کابل ښار اوسېدونکې یوه اړمنه مېرمن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې په خپل ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل: "زما مېړه په نشه يي توکو روږدی دی. یو اوه کلن زوی او دوه لوڼې لرم. له ډېرو ستونزو سره مخ یم. بلاکونو ته به تلم، جامې او فرشونه به مې مینځل، اوس هم همدا کار کوم. ډوډۍ ګټونکی نه لرم، د لېوره د کور په تهکوۍ کې ژوند کوم او له هغه نه هم رانه کرایه اخلي. یو ځل نیمه بوجۍ اوړه، یو څه وریجې او غوړي راسره مرسته وشوه، بله مرسته نه ده شوې."

په ورته وخت کې د نادولتي مرستندویه بنسټونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې اړو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه مهمه ګڼي.

د څېړنې او پراختیا بنسټ کارکوونکې زهرا تابش وايي، ښځې کولای شي خپلې ستونزې له ښځو سره په اسانۍ شریکې کړي او اوسنیو شرایطو او محدودیتونو ته په کتو سره له ښځو سره د مرستې په برخه کې د ښځو شتون اړین دی.

تابش وویل: "په اوسنیو شرایطو کې که یو مرسته کوونکی سړی یو بې سرپرسته کور ته دننه شي نو شاید لوی جرم وګڼل شي چې دا کار ممکن نه دی. نو هغه کورنۍ چې بې سرپرسته دي او مرستې ته اړتیا لري په همغه حال به پاتې شي او یا امیندواره ښځو سره هم مرسته نه شي کېدلای ځکه هغه نه شي کولای خپلې ستونزي یو سړي ته ووایي، خو که دا یوه ښځه وي نو خپلې ستونزې ورسره شریکولای شي."

ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمن کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي.
ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمن کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د ټولو هغو اقداماتو لرې کول چې د ښځو د کار حق محدودوي په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره اړین دي.

هغه د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري او د دغو مرستو د رسېدو د ډاډ لپاره د ښځو شتون اړین دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۲۸.۳ میلیونو اړمنو کسانو له ډلې نږدې نیمايي یې ښځې او نجونې دي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک د جمعې په ورځ وویل چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام لپاره ژمن دی او د خپل کار د دوام ارزونه کوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د اپرېل په څلورمه په افغانستان کې د دې سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته ویلي وو، دوی اړ دي چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او له اړمنو سره د مرستې او خپلو اصولو ته د ژمن پاتې کېدو تر منځ یو وېرونکی انتخاب وکړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د طالبانو له خوا د ښځو ځپل غندلي او پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د سملاسي لیرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه پرېکړه لیک په غبرګون د طالبانو حکومت ویلي چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او نورو هېوادونو ته یې زیان نه رسېږي.

طالبانو په خپلو ٢٠ میاشتو واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، له شپږم ټولګي پورته ښونځي او د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړلي او په نادولتي ادارو او ډېرو دولتي ادارو کې يې هم له کار کولو منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG