د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی


ارشیف: له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور
ارشیف: له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور

د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او په تېر یو کال کې د طالبانو جدي او له سپکاوي ډکو محدودیتونو له ځنډ پرته دوام کړی دی.

د ډسمبر ۱۰مه، د بشري حقونو نړیواله ورځ یو ځل بیا داسې مهال رارسېدلې چې د بشري حقونو سازمانونه او فعالان د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بشري حقونو د جدي سرغړونې په دوام تورنوي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او د طالبانو جدي او له سپکاوي ډک محدودیتونه له ځنډ پرته دوام لري.

د دغه سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشیا ګاسمن د ډسمبر د ۱۰مې نېټې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د شویو تاوتریخوالو هېڅ ډول حساب ورکونه نه‌شته.

پټریشیا ګاسمن
پټریشیا ګاسمن

مېرمن ګاسمن بېلابېلو بحرانونو لکه قتل، وژنو، ربړونې، بد چلند، پر ښځو د سختو محدودیتونو لګولو او لوږې ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

هغې وویل: "په ۲۰۲۲ کال کې مو ولیدل چې په افغانستان کې وضعیت له بد د بدتر کېدو پر لور لاړ. په راتلونکي ژمي کې افغانان له اقتصادي اړخه له جدي ننګونو سره مخ دي. د مرستو او بسپنه ورکوونکو د کمښت په برخه کې ستونزې د دې لامل شوي چې خلک په ټول هېواد کې د لوږې له بحران سره مخ شي. د ښځو او نجونو په تعلیم باندې د طالبانو جدي او له سپکاوي ډک محدودیتونه بې له ځنډه دوام لري، ښځې له ټولنیز ژوند څخه لیرې ساتل شوې دي."

ګاسمن ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان او د هغه اړتیاوې هېرې نه‌کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې په فراه کې د خپل حکومت د لوړپوړو چارواکو او سلګونو ځايي اوسېدونکو په حضور کې لومړی علني اعدام ترسره کړ.

د طالبانو دا کړنه د بخښنې نړیوال سازمان له لوري ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند بلل شوی دی.

د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو، ملګرو ملتونو، امریکا، فرانسې او انګلستان هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د علني اعدام د سزا پر عملي کېدو اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام سزا لغوه کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو غبرګونونو په ځواب کې پر خپل ټوېټر لیکلي چې ځینې بنسټونه او هېوادونه له افغانستانه سمه پېژندنه نه‌لري او د مسلمانانو قوانینو ته درناوی نه‌کوي.

مجاهد د علني اعدام د حکم پر ترسره کولو نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

دا علني اعدام وروسته له هغې کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په عام محضر کې د قصاص او شرعي حدودو د پلي کولو امر وکړ.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

په وروستۍ قضیه کې په پروان ولایت کې په عام محضر کې ۲۷ تنه نارینه او ښځې مجازات شول.

په پروان کې د طالبانو حکومت والي عبیدالله امین‌زاده ویلي چې د دې حکم د عملي کولو پر مهال، هر تورن ۲۰ تر ۳۹ درو وهل شوی دی.

تر دې وړاندې په غور، تخار، لوګر او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د درو وهلو حکم عملي شوی دی.

طالبانو ویلي چې د دیني احکامو پر بنسټ خپلو دې کړنو ته دوام ورکوي.

خو صلاح‌الدین سعیدي چې د اسلام پېژندنې دوکتورا لري، په دې باور دی چې د داسې حکمونو پلي کول په هېڅ صورت نه‌شي کولای چې عدالت تامین کړي.

سعیدي ازادي راډیو ته وویل، کله چې تورن مدافع وکیل ونه‌لري، عدالت نه‌شي ټینګېدای.

هغه زیاته کړه: "د حدودو او تعزیراتو سزاګانې د جزا قانون او د جزايي اجرااتو د قانون او نور هغه امکانات چې قانون یې باید ولري په نشتوالي کې او یو نفر هم قاضي وي، هم څارنوال او هم مجري او تورن د لازمې دفاع فرصت هم نه لري، د مدافع وکیل او داسې نورو د درلودو حق نه لري، په یقین سره ورڅخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او موږ پرې شدید اعتراض لرو."

له کله راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د خلکو د وژنې، شکنجې، بد چلند او د خلکو د حقونو او ازادۍ د سلبولو ډېری ادعاګانې شوې دي.

په دې کې په پنجشېر او اندراب کې د خلکو وژل او شکنجه کول او د پخواني رژیم د پوځیانو او کارکوونکو په نښه کول شامل دي.

په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې د پلویانو او په پنجشېر کې د یو شمېر ملکي وګړو د وژلو راپورونه او وېډیوګانې د طالبانو اړوند کسانو له خوا په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې افغانستان ته له خپل سفر وروسته اوسنی وضعیت د نه منلو وړ وباله او دا یې هم ویلي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونه له اړخه وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

نوموړي پنجشېر ته له خپل سفر وروسته دا هم وويل چې د ملي مقاومت جبهې د ځينو غړو د مجازاتو او وژنې په اړه يې اورېدلي دي.

خو د طالبانو حکومت مسوولانو دغه ادعاوې رد کړي او د خپل مشر د عمومي عفوې پر حکم یې ټینګار کړی دی.

بېنیټ دغه راز په افغانستان کې د اقلیتونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې طالبان د اقلیتونو په وړاندې د بریدونو په ځوابولو او د هغوی د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي، هغه څه چې طالبان یې یو اړخیز راپورونه بولي.

یو له هغو مسئلو څخه چې اندېښنې یې زیاتې کړي، د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو لګول دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، د ډېری دولتي ادارو د اکثرو ښځینه کارکوونکو په کور کېنول، پر ښځو اجباري حجاب، ورزشي کلپونو او پارکونو ته د هغوی پر ورتګ بندیز او ګڼ شمېر ټولنیز فعالیتونه د دغو بندیزونو عمده موارد دي.

د ښځینه فعالانو نیول یوه له هغو پېښو څخه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته رامنځته شوه.

د ښځو د حقونو فعاله او له اعتراض کوونکو ښځو څخه تمنا زریاب پریاني چې څه موده یې د طالبانو د حکومت په توقیف کې تېره کړې، وايي چې څو ځلې حتی نیمه بربنډه هم شکنجه شوې.

اغلې پریاني چې په دې وروستیو کې د بي بي سي د سلو الهام بخښونکو او اغېزناکو ښځو په لېست کې شامله شوې، ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه کېږي.

هغې وویل: "په زندان کې مې سختې ورځې تېرې کړې، ډېره شکنجه شوې یم. زه یې حتی نیمه بربنډه هم شکنجه کولم، زما سره یې خورا غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند درلود. په افغانستان کې دا مهال له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه روانه ده، افغانې مېرمنې د کار، زده کړې او رای ورکولو حق نه لري، ان انساني ازادي نه لري، پارکونو او حمامونو ته د تګ حق هم نه لري، دا مسایل روښانه کوي چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي."

د طالبانو حکومت تل دا او دې ته ورته نور تورونه رد کړي دي.

د ښځو فعالانو، د بشري حقونو له مدافعینو، خبریالانو او د افغان حکومت له کارکوونکو سره د طالبانو ناوړه چلند له دغه هېواد څخه د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راوستی دی.

نیلوفر یازان چې په کابل کې د یوې تصویري رسنۍ خبریاله وه، د همدغو محدودیتونو له امله نه ده توانېدلې خپل کار ته دوام ورکړي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه ووتله.

یازان وايي، په افغانستان کې دا مهال د بیان ازادي محدوده ده او د خبریالانو ژوند د حقایقو په خپرولو سره د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دی.

هغې زیاته کړه: "د طالبانو په راتګ سره هر څه پای ته ورسېدل، هغه کارونه چې کلونو کلونو کې ترسره شوي و له منځه لاړل، کورنۍ او وطن مې پرېښود، له ډېرې مایوسۍ سره راووتم، له بده مرغه وروسته له دې چې طالبان راغلل ومې نه شو کړای کار وکړم، که زه هلته وم ما کار نه شو کولای. هغه خبریالان چې دا مهال په افغانستان کې دي حقیقت نه شي ویلی، له بده مرغه خبریالان په بد حالت کې دي."

د طالبانو حکومت له خوا له څه باندې یوه کال راهیسې پر رسنیو هم بندیزونه دوام لري.

د طالبانو په وروستي اقدام کې، د ډسمبر په لومړۍ نېټه دوی د امریکا غږ اشنا او ازادي راډیوګانې په منځنۍ او اېف اېم څپو بندې کړې.

تر دې مخکې د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالب مشرانو پر سفر د بندیز غوښتنه کړې ده.

امریکا پر ښځو د بندیزونو، د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې د پاتې راتلو او ځینو نورو مسایلو له امله د طالبانو د حکومت د ځینو چارواکو پر سفر بندیزونه لګولي دي.

خو د بشري حقونو د فعالانو له خوا تل سختې نیوکې شوي چې نړۍ د طالبانو د کړنو په وړاندې چوپه خوله پاتې ده او هغوی یې ځواب ویلو ته نه دي اړ کړي.

شکریه بارکزۍ چې یوه سیاسي فعاله او د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره وه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی.

مېرمن بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په وړاندې خپل مسؤلیت له پامه ونه غورځوي.

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

د هغې په وينا، دې وضعیت ته رسېدنه د طالبانو حکومت د خبرو او کړنو د څرنګوالي بدلون او له خپلو حقونو د دفاع لپاره د خلکو هڅو سره تړاو لري.

بارکزۍ زیاتوي: "موږ د داسې افغانستان په اړه خبرې کوو چې هلته خلک په عام محضر کې په درو وهل کېږي او وژل کېږي، موږ د داسې افغانستان خبرې کوو چې هلته د انساني کرامت او د انساني کرامت د ساتنې خبره اصلاً نه مطرح کېږي، نو له همدې امله زه فکر کوم چې د بشري حقونو وضعیت د هر وخت څخه ډېر بد دی. دې وضعیت ته رسېدنه د نړیوالې ټولنې ژمنې ته اړتیا لري او همدارنګه د طالبانو په عمل، خبرو او چلند کې بدلون ته هم اړتیا ده."

د طالبانو دا ټولې کړنې چې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې بلل کېږي، د دې لامل شوي چې د دوی سرپرست حکومت په تېرو شپاړسو میاشتو کې د نړۍ له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

یو شمېر هېوادونه وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت، له طالبانو سره د تعامل یو له مهمو عناصرو څخه دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، طالبان غواړي د ښځو له مسئلې نه د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي.

دوی هم په دې باور دي چې د ښځو اعتراضونه او پر ښځو د بندیزونو لګول د دې لامل شوي چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې هېڅ هېواد دې ته حاضر نه شي چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.

د دوحې د خبرو اترو په ترڅ کې طالبانو داسې وښوده چې دوی بدل شوي او سخت قوانین نه پلي کوي، خو اوس هماغه کړنې او حکمونه چې په افغانستان کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ وو، په تدریج سره پلې کېږي او ورځ تر بلې پر بشري حقونو فشارونه زیاتېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG