د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا د خبريالانو ګواښ او شکنجې ته اندېښنه ښودلې


په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر مهال وسله وال طالبان د یوه خبریال سره د ناوړه چلند پر مهال. October 21, 2021
په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر مهال وسله وال طالبان د یوه خبریال سره د ناوړه چلند پر مهال. October 21, 2021

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې د خبریالانو وضیعت ته پام کړی او وايي، ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا د افغان خبریالانو تهدیدول، وېرول، پر دوی بریدونه او نیول نه مننونکي بللي او په دې هېواد کې یې د رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو را وروسته ګڼو افغان خبریالانو د رسنیو ته د تړل کېدو او یا د هېواد د پرېښودو له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د لیکوال په باور ګڼې دا رسنۍ د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې، ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د کاري او سفري محدودیتونو له کبله له لا ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د لیکنې لیکوال همدارنګه د نویېمې لسیزې په پای کې د طالبانو لومړۍ دورې واکمنۍ ته اشاره کړې چې د ملي تلوېزیون سربېره یې ازادې راډیوګانې او ورځپاڼې منع کړې وې.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د یوناما د یو بیان په حواله زیاتوي، سره له دې هم افغان خبریالان خپل کار ته دوام ورکوي، خو مجبور دي چې له ګواښونو، ځپنې او د رسنیو د تړل کېدو له خطر سره سره خلکو ته معلومات ورسوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د می په درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دا ورځ د افغان خبریالانو سره د پیوستون ورځ ده څوک چې د دې په وینا هڅه کوي په خپلواک توګه راپور ورکول وساتي.

د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان په ۲۰۲۳م کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په جدول کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۵۳م ځای کې راوستی دی.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د خبریالۍ چاپېریال د لا خرابېدو خواته روان دی او ښځینه خبریالانې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوي دي.

د دې سازمان په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، په دې هېواد کې ۴۳ سلنه رسنۍ له منځه تللي دي.

له دې سره په افغانستان کې د رسنیو د ښځینه او نارینه ټولو لس زره اووه سوه اتیا کارکوونکو څخه د تېر کال د ډسمبر میاشتې پورې ۴۳۶۰ تنه پاتې وو چې یوازې ۴۱۰ تنې یې ښځې وې.

مېل انلاين:

د مېل انلاین خپرونې په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو په وړاندې پر شتو ستونزو لیکنه کړې او وايي، طالبان د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي.

طالبانو د تېر ډسمبر په میاشت کې ښځې په نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې او د اپرېل په میاشت کې یې دا بندیز د ملګرو ملتونو ادارو ته هم پراخه کړ.

د مېل انلاین په وینا، که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د ملګرو ملتونو د چارو په وړاندې افغانستان کې هېڅ خنډه نه‌شته، خو د اپرېل په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز د دې څرګندونه کوي چې طالبان به د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي ادارو په چارو کې لاسوهنې ته دوام وکړي هغه څه چې خپرونې د خلکو په زیان بللي دي.

میېل انلاین په دې اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار یو راپور ته اشاره کړې چې وايي، ملګرو ملتونو ورته ویلي، پر دې ستونزو سربېره د طالبانو کمزورې حکومتولي او د مرکزي حکومت او ولایتي چارواکو ترمنځ کړکېچ هم عملاً اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG