د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

يو شمېر افغان مېرمنو د دوحې غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو سره کتلي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور - March 26, 2022
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور - March 26, 2022

یو شمېر افغان مېرمنو د دوشنبې په ورځ د دوحې په ناسته کې د ځینو ګډون‌کوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ چې د یو شمېر نورو فعالو افغان مېرمنو په ګډون یې په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې ناستې له ګډونوالو سره خبرې کړي وايي، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوحې ناستې ګډ‌ونوال به نړيوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته ژمن وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل په ۲۷مه د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز وغانده او بېرته یې د ښځو د حقونو په ورکولو ټینګار وکړ.

اغلې بارکزۍ چې د دوشنبې په ورځ یې په انلاین بڼه د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې د ګډونوالو په ناسته کې ګډون کړی و، وايي، په ياده ناسته کې ټينګار وشو چې له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی د نړيوالو معیارونو پر بنسټ وي او د افغانانو د اساسي حقونو، د ښځو د وضعیت او د هغوی کار او زده‌کړو حق او د بیان ازادۍ په اړه جدي خبرې وشوې.

په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ

نوموړې وايي: "خبره یې دا وه چې هڅه کوو نړيوالو اصولو او قوانینو ته ژمن اوسو او ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د نقض په برخه کې اندېښنه ښودلې وه، ملاتړ ترې کوو."

دا ناسته چې د افغانستان په اړه د دوحې ناستې له لومړۍ ورځې سره هممهاله وشوه، ۸ ښځو په حضوري ډول او ۶۰ تنه نورو ښځو له افغانستان او نورو هېوادونو څخه په انلاین بڼه په دې ناسته کې ګډون کړی و.

هغه اعلامیه چې د "ټو ګېډر سټرانګر" بنسټ له‌خوا خپره شوې، په‌کې راغلي چې دې ښځو د امریکا، بریتانیا، ناروې، فرانسې، قطر، متحده عرب اماراتو او د ملګرو ملتونو له استازو سره خبرې وکړې او د افغان مېرمنو ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان ښځو غوښتي چې په طالبانو او ژمنو یې باور ونه‌شي او د طالبانو له‌خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې د ژمنو په خاطر دې د ښځو په حقونو معامله نه کېږي.

د اعلامیه په پاتې برخه کې راغلي چې طالبان دې تحریم شي او له جنایتونو دې یې سترګې نه پټېږي او د ښځو، سړیو او ماشومانو په وړاندې د ځپونکو کړنو په خاطر دې ځواب ویونکي شي.

همدا ډول ویل شوي چې طالبان د امریکا، بریتانیا، پاکستان، چین، قطر، متحده عرب اماراتو او نورو نفوذ لرونکو هېوادونو له فشار پرته افغان ښځو ته د هغوی اساسي حقونه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اعلامیې کې د شویو ادعاو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې فشار او انزوا به پایله ورنه کړي.

طالب چارواکو تل د خپل حکومت له‌خوا د افغانانو له بشري حقونو سرغړونه رد کړې ده.

د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ ناسته چې تېره ورځ د تړلو دروازو شاته پیل شوه نن پای ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د دې ناستې کوربه او د ۲۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ځانګړو استازو ګډون په‌کې کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG